له دې ورځنيو عادتونو سره که بې پامي وشي، روغتیا مو خرابوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
ډېره ناسته:
د څیړنو له مخې په یو ځای کې ډېر کېناستل، د کمپیوټر سکرین ته ډېر وخت کتلو د ښې روغتیا لپاره ګواښونکې دی.
همدارنګه هغه کسان چې په دوامداره توګه په کار ځای کې کېني او هیڅ دمه په کې نه اخلي په شوګر، د وینې په لوړ فشار د اخته کیدو تر څنګ يې وزن هم ډېریږي، چې ډېر وزن خپله د ځينو ناروغیو د پیدا کیدو لامل کیږي.
د غاښونو نه مینځل:
که تاسو تر خوب مخکې خپل غاښونه نه بورس کوئ، نو دا چاره ستاسو تر فکر ډېره خطرناکه او ګواښونکې ده.
روِغتیايي څېړنې وايي، د ورځې باید دوه ځله خوله بورس شي ځکه که بورس ونه وهل شي نو دا چار د غاښونو د خرابیدو سره سره انسان روغتیا ته نورګڼ ګواښونه هم پیدا کولای شي.
دغه راز که خوله ونه وینځل شي شته بکټریاوې د انسان بدن ته داخلیږي چې د زیاتو ناروغیو د رامنځ ته کولو سب کیږي. نو ښه ده چې د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي.
د نوکانو خوړل:
ځينې کسان په دوامداره توګه خپل نوکان چیچي یا خوري خو دا کوم ښه عادت نه دی، بلکې روغتیا ته سخت خطرناک دی.
د دې کار په کولو سره نوکانو ته د زیان سربېره له دې لارې زموږ د وجود داخل ته ګڼ مکروبونه داخلیږي چې د تنفسي ناروغیو سربېره ځينې نورې خطرناکې ناروغۍ هم پیدا کوي او د نوکانو د ماتیدو او رژیدو لامل کیدای هم شي.
کمپیوټر ته ډېره ناسته:
نن سبا یو زیات شمېر کسان د ورځې ۷ ـ ۸ ساعته د کمپیوټر سکرین ته په کتلو تېروي.
دوی زیاتوي دا چاره د ځينو نورو روغتیايي ستونزه سربېره د انسان سترګو ته سخته ګواښونکې ده.
د دې لپاره چې د کمپیوټر سکرین ښکار نه شو دوی لارښونه کوي چې باید په دمه دمه کار وکړل شي.
همدارنګه ښه لاره دا ده که یو څوک نیم ساعت دومداره د کمپیوټر سکرین ته ګوري نو وروسته تر نیم ساعت په کې یو لنډه دمه وکړي خپل چاپیریال کې نظر یو بل شي کې بوخت کړي او په دې سره به په سترګو بوج کم شي او سترګې به مو خوندوي.
ګډوډ خوب:
روغتیا پالان وايي منظم او پر وخت خوب د جسماني، فکري او فزیکي چارو د ترسره کولو له پاره خورا مهم او اړین دی.
نو هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ویښ وي، یا ټلویزون ګوري او یا په نور چارو ځان له خوبه باسې دا يې روغتیا ته ګڼې ناروغۍ پیدا کولای شي.
ښه ده چې د خوب لپار یو ټاکلی وخت وټاکل شي، که چېرته پر خپل ټاکلي وخت ویده شو او پر ټاکلي وخت له خوبه رابیدار شو، نو دا چاره به مو د ورځينو کارونو په ترسراوي کې راسره خورا ډیره مرسته وکړي، په فکري او جسمي ډول به ارام او تازه یوو.
پر یوه اوږه د وزن ګرځول:
تاسو به لیدلي وي ځينې نارینه او ښځينه د عادت له مخې خپل بیک یا بکس پر یوه اوږه کې اچوي او ورسره ګرځي.
د ډېر وخت لپاره په یوه اوږه کې د وزن ګرځول د غاړې توازون خرابوي او د انسان په عصابو ورسره سخت زور راځي چې ورسره د انسان جمساني روغتیا ته هم ستونزې پیدا کیږي.
که چیرې په دوامداره توګه یو څوک په یوه اوږه وزن ګرځوي نو له امله يې انسان ته د غاړې او لاس دردونه پیدا کیږي.
د دې چارې د حال لپاره ښه ده چې پر یوه غاړه یا اوږه په دوامداره ډول وزن یو نه وړل شي او وخت پر وخت بل لاس ته واړول شي نو ورسره به له یادو ستونزو بېغمه شوي اوسئ.
د ناسمو بوټانو او څپلیو پښو کول:
هغه مېرنې چې د اوږدو پوندو بوټان او څپلۍ پښو کوي د روغتیا لپاره يې ګواښونکې ثابیتیدلی شي.
ډاکټران وايي په دې ډول بوټانو او څپلیو کې د انسان پښو او ملا ته سخت زیان رسیږي چې وروسته وروسته ترینه بیا ځوریږي.