ژباړه: عطا محمد میاخېل
یو بد دوست ستاسو په موخو کې ښکېل کېږي (مداخله کوي) او نه یې خوښېږي، چې ستاسو بریا وویني، لامل یې د هغه د نه خوندیتوب احساس دی.
دوستان د خلکو د ژوند ډېری برخه تشکیلوي، ښه دوستان د ژوند کیفیت ښه کوي او له تاسو سره مرسته کوي، چې د پېښو مثبت اړخونه ووینئ، هغوی په سختیو او خوښیو کې، ستاسو ترڅنګه ولاړ دي، خو منفي دوست تاسو ته زیان رسوي او د دې سبب ګرځي، چې احساس وکړئ، له تاسو نه بده ګټه اخیستل شوې ده.
آیا کولای شئ، چې په خپله واوسئ؟
نباید اړینه وي، د دې لپاره، چې د دوستانو د منلو وړ شئ، د خپلو خبرو کولو تګلارې، جامو او دغه راز په خپلو کړنو کې بدلون رامنځته کړئ. یو بد دوست غواړي، چې تاسو ته بدلون درکړي، ترڅو د هغه په بڼه یا له کوم څه څخه د هغه تصور، چې تاسو باید واوسئ، ځان ته بدلون ورکړئ. هغه ستاسو د پېژندنې په لټه کې نه دی. که دې ته مو پام شو، کله چې له خپلو دوستانو سره یاست، ډېری وخت مو په بېځایه او بې ارزښته خبرو تېروئ، نو په احتمالي توګه ستاسو ترمنځ کمزورې اړیکه شتون لري، دا وضعیت د دې ښکارندویي کوي، چې باید بدلون رامنځته کړئ. ښایي تاسو هم په بېځایه خبرو کې ښکېل شوي یاست او تاسو ته د ځان په اړه بد احساس درکوي.
نه خوندیتوب، کینه او حسادت
یو بد دوست ستاسو په موخو کې مداخله کوي او نه یې خوښېږي، چې ستاسو بریاوې وویني، لامل یې د هغه د نه خوندیتوب احساس دی. کله وخت د هغه د کینې او حسادت ژور احساس، د هغې دوستۍ لپاره د رښتینې اړیکې او د خوښۍ د احساس په مخ کې خنډ ګرځي، چې ډېره زیاته هڅه یې کړې، ترڅو خپل خوبونه په واقعیت بدل کړي. حتا شونې ده، چې نوموړی تر هغه ځایه مخته ولاړ شي، چې تاسو وهڅوي ترڅو خپلې موخې خوشې کړئ او د خپل ځان په اړه بد احساس پیدا کړئ او له سمې لارې څخه مو را وګرځوي. کله چې د دوستۍ په اړیکه کې، یو لوری له ځانه تېرېږي او بل لوری ځان غوښتونکی چلند کوي، نو دا اړیکه د له منځه تلو په حال کې ده.
منفي ځانګړتیاوې
دوستان کولای شي، چې خپلې ځانګړتیاوې یو بل ته سره ولېږدوي، په همدې دلیل مهمه ده، چې دقت وکړو، له څه ډول کسانو سره خپل وخت تېروو، که پام مو شوی وي، د وخت په تېرېدو سره، له دوستانو سره د وخت تېرولو له امله، بد احساس لرئ، چې مخکې تر دې مو نه درلوده، ښایي وخت یې را رسېدلی وي، چې په خپلې دوستۍ باندې مو له سره کتنه وکړئ. بد دوست تر ډېره په تاسو کې بدې ځانګړنې رامنځته کوي، بد دوست غواړي، چې تاسو په خپلو ستونزو کې را ګیر کړي.
خوښي او رضایت
هغه دوست، چې له تاسو څخه ګټه اخلي، تاسو بوختوي او انرژي مو بېځایه مصرفوي، ستاسو لپاره هېڅ مناسبه نه ده، بد دوست هغه څوک دی، چې یوازې هغه مهال تاسو ته راځي، چې په کومه ستونزه کې را ګیر وي او یا هم اندېښمن وي او ستاسو مرستې ته اړتیا لري، ترڅو ستونزه یې ور حل کړئ او د ښه والي احساس وکړي، له دې وروسته په خپل کار پسې ځي، تر هغه وخته تاسو ته نه راځي، ترڅو چې بیا له کومې ستونزې سره لاس و ګرېوان شوی نه وي. بله دا چې بد دوست هغه څوک دی، چې باید تل له هغه څخه ستاینه وکړئ او نه شئ کولای په دوستۍ کې د هېڅ موضوع په اړه له هغه سره بحث وکړئ، د هغه له لوري هېڅ ستونزه نه حل کېږي، خو هغه پرته له کومې ستونزې په تاسو باندې نیوکه کوي.