بداخلاقي او د مخنيوې لارې يې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عمران لمر
ښه اخلاق کول يو له ښو ځانګړنو دي چې معمولاً مونږ ټول يې په کورني او ټولنيز ژوند کې د کارولو هڅه کوو؛ مګر ځينې وخت ورځنۍ ستونزې او لانجې د بد چلند او غوصه کېدو سبب کېږي.
دا حالت ممکن د ټولو لپاره په مختلفو عمرونو او شرايطو کې مخې ته راشي؛ له جسمي او رواني سرچينې نه په صرف نظر؛ د چلند ستونزې د ژوند پر کيفيت جدي تاثير کولای شي.
په کړو وړو کې د تغيراتو د رامنځته کېدو لپاره زمينه برابروونکي علتونه
جسماني وضعيت بايد په چلند کې د تغيراتو د لومړي علت په توګه وپېژندل شي؛ د نارينه په پرتله ښځې په دې مسئله کې ډېرې زيان منونکې دي چې علت يې بايد د مياشتنۍ ناروغۍ، زېږون او د مياشتنۍ ناروغۍ د عمري بندېدو پر وخت د هورموني بدلونونو اړوند وپېژندل شي.
مګر دا هم يواځې زمينه برابروونکي عوامل نه دي؛ د بېلګې په توګه د لمر د نور د کم اخېستل هم يو بل عامل دی چې د ژمي د موسم په پيل سره ډېر تر سترګو کېږي او دې ته د ژمي خفګان هم ويل کېږي.
همدارنګه د ارواپوهنې په علتونو هم بايد سترګې پټې نه شي چې له دې جملې کولای شو؛ د شخص د شخصي او کاري ژوند شرايطو ته اشاره وکړو.
که ستاسې ژوند آرام وي، ښه کار او ښې کاري اړيکې ولرئ، کومه ستونزه او غم مو نه ګواښي؛ نو د دې ډېر لږ احتمال شته چې ستاسې په چلند کې ناڅاپي تغير راشي. البته ورځنۍ پېښې پر ټولو خلکو يو ډول تاثير نه لري؛ ځکه مونږ ځينې وخت داسې خلک ګورو چې د ستونزو او تکليفونو سره سره هم په خپل چلند کنترول کولای شي. په حقيقت کې فشارونه او د هغوی زيات او کم کنترول زمونږ له ماضي او ماشمتوب له دوران سره اړيکه لري.
هغه خلک چې له يواځيتوب، پرېښودل کېدل او له روحي ضررونو سره رالوی شوی وي؛ په راتلونکې کې هم نه شي کولای چې په ښه ډول په روحي فشارونو برلاسی شي او د چلند له ستونزو سره مخ کېږي.
په کړو وړو کې د ګډوډيو نښې
له هر څه مخکې بايد دې ته اشاره وکړو چې په چلند او کړو وړو کې تغيرات يوه عادي رواني پدپده ده چې له ټولو سره رامنځته کېږي او په دې شکل ممکنه ده چې يو خاص حالت خپل کړي او ناروغي شي. په دې شرايطو کې د ارواپوهنې له نظره دې ته د عادتونو دورې او په نورو مواردو کې دوه شخصيتي ويل کېږي. دا خلک له يو ناخوښ او هيجاني وضعيته د سخت ژور خفګان حالت ته رسېږي. البته ممکنه ده چې شخص په خپل ځان کې هم د ضرر قبلونې، غم، نا آرامۍ او ټيتېدو سره ښکېل شي؛ نو په پايله کې له کورنۍ او همدارنګه په کاري چاپېريال کې له ستونزو سره مخ کېږي.
ښکاره ده چې د هغه شاوخوا خلک هم له دې مسئلې ځورېږي. شخص د خپل خفګان په علت نه پوهېږي؛ تر ډېره د خپل شاوخوا خلک هم له ځانه سره شريکوي او خپل د نا آرامۍ حالت ته يې راوړي.
مه هېروئ؛ هغه خلک چې په کړو وړو کې له ګډوډۍ سره مخ وي او چلند يې ښه نه وي؛ نشه يي توکيو او الکولو ته هم پناه وروړي.
په کړو وړو کې پر تغيراتو کنترول
په سختو حالتونو کې او په ځانګړي ډول د دوه شخصيته ناروغانو لپاره ځينې درمل توصيه کېږي؛ مګر په عادي شرايطو کې چې مونږ ټول ورسره لاس او ګرېوان يو، ښه ده چې يو رواني معالج سره مشوره وشي او په دې سره تاسې ارواپوه ته اجازه ورکوئ چې په فشار زېږوونکو شرايطو ستاسې د ناسم کنترول عوامل معلوم کړي.
له دې پرته د چلند د علاج طريقه هم په اوسني حال کې چې په مختلفو طريقو تر سره کېږي؛ د ارواپوهانو له خوا توصيه کېږي او په حقيقت کې هغوی د ناروغ له تېر ژوند سره کار نه لري.
له علاج پرته؛ سفر کول او د لمر وړانګو ته کښېناستل په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې هم ډېر ګټور ثابتېدای شي. همدارنګه منظم ورزش او تمرين کول هم په خپل ورځني مهالوېش کې ځای کړئ؛ ځکه ورزش ستاسې په بدن کې د اندروفين د توليدېدو سبب کېږي چې دا ماده خوی او کړه وړه تنظيموي.
له اخلاقي ناروغانو سره سم چلند کول
هيڅکله له دا ډول خلکو سره مخامخ مخالفت مه کوئ؛ ډاډه يم چې په دې خبره عمل کول به آسانه نه وي؛ مګر فقط چې په خپل د ژوند ملګرې او يا کوم نږدې ملګري کې مو د رفتاري اختلالاتو لومړنۍ نښه وليده؛ هڅه وکړئ چې په ډېر آرام له هغه سره وغږېږئ او قضاوت او بريد کول بحث ته مه داخلوئ.
هڅه وکړئ په آرام، مينه او محبت هغه قانع کړئ چې له يو ارواپوه سره مشوره وکړي.