د ملا د درد لاملونه او حل لارې دا دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
د فقرات له ستنې ډېرخلک شکایت لري، چې درد کوي او په تکلیف کړي یې دي.
دغه ستنه د بدن یوه تر ټولو مهمه برخه ده، چې درد یې انسان زیات ځوروي او چارې یې له خنډ و ځنډ سره مخ کوي.
خو دا درد ولې رامنځته کیږي او د حل لارې یې څه دي؟
په دې مطلب کې همدا موضوع څېړل شوې.
د ورزش تشه او غلط ورزش
ورزش وجود ته د نورو ګټو ترڅنګ دا ګټه هم لري، چې د فقرات ستنه له درده ساتي.
خو که ورزش هم په سمه بڼه نه وي، ستونزه پېښوي او د فقرات ستنې له درد سره مو مخ کوي.
که مو د فقرات ستنه خوږیږي، یو دلیل یې کیدای شي یا ورزش نه کول او یا غلط ورزش کول وي.
حل لاره یې دا ده، چې یا ورزش وکړئ او یا مو د کیدونکي ورزش بڼه له ورزشي لارښوونکو سره اصلاح او هم د اړتیا په وخت کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
سګریټ څکول
سګریټ د نورو زیانونو ترڅنګ پر هډوکو هم بدې اغېزې لري. د دې اغېزو یوه بله یې دا ده، چې د وینې جریان له خنډ سره مخ کیږي او وجود ته په وخت سره د اړتیا وړ خوراکي توکي نه رسیږي.
که ستاسې د فقرات ستنه خوږیږي، یو دلیل ممکن زیات سګریټ څکول وي. په دې اړه هم فکر وکړئ.
د کلسیم کمی
په وجود کې د کلسیم کمی هم د فقرات ستنې د درد سبب کیږي.
که تاسې لږ سبزیجات، ماهیان او مېوه کاروئ، د فقرات ستنې د درد یو دلیل به مو همدا وي.
هڅه وکړئ، چې نه یوازې د فقرات ستنې د درد؛ بلکې نورو اړتیاوو لپاره هم کلسیم لرونکي خواړه هېر نه کړئ.
غلط کېناستل او ودریدل
که تاسې په ناسته یا ولاړه خپل کارونه مخته وړئ او د ناستې یا ودریدو پر وخت غلط کېنئ او پاڅیږئ، حتما به مو د فقرات ستنه خوږیږي.
غوره ده، چې دا ستونزه هم زر حل او د تکرار مخنیوی یې وکړئ.
د لمر ضدو کریمو زیات استعمال
د دغو کریمو په استعمال کې افراط هم سبب کیږي، چې د فقرات ستنه مو وخوږیږي.
د دې دلیل دا دی، چې ویټامین ډي ډېرځله انسانان له لمر څخه ترلاسه کوي.
نو د لمر ضدو کریمو زیات استعمال نه ځان ساتئ.
د ټلیفون اعتیاد
کله چې زیات ټلیفون کاروئ او سر ورته کږوئ،دا کار هم سبب کیږي چې د فقرات ستنه مو وخوږیږي.
د ټلیفون زیات کارول نور تاوانونه هم لري. غوره ده چې په کارونه کې یې محتاط اوسئ.
د مېز شاته ډېره ناسته
دفتري کارکوونکي د فقرات ستنې له درده زیات ځوریږي. لازمه ده، چې دفتري کارکوونکي د پرله پسې زیاتې ناستې پرځای په وقفه یي ډول له ځایه پاڅي او له څو ګامه تګ سره ځان د دې درد ترڅنګ له نورو روغتیایي زیانونو وژغوري.
د قهوې استعمال
د قهوې زیات استعمال د وجود کلسیم کموي.دا کار د فقرات ستنې د درد سبب هم ګرځي. که قهوه زیاته څښئ نو څښاک یې کم کړئ.
د ځینو درملو استعمال
ځینې درمل د ګټو ترڅنګ جانبي زیانونه لري. په دې زیانونو کې د فقرات ستنې ته درد پېښول هم راځي.
که داسې درمل خورئ او بل دلیل د فقرات ستنې درد ته نه لرئ، ښه ده چې له ډاکټر سره د مصرفونکو درملو په اړه مشوره وکړئ.
د احساساتو په څرګندولو کې ناتواني
زموږ عاطفي احساسات هم د فقرات ستنې په درد کې بې روله نه دی. ډېری هغه کسان چې د خپلو احساساتو په څرګندولو کې ناتوانه دي، د غوسې او نورو رواني ستونزو ترڅنګ ممکن د فقرات ستنې د درد په شان له فزیکي ستونزو سره مخ شي.
د درنو شیانو پورته کول
که فزیکي کار کوئ او درانه شیان پورته کوئ، حتمي ده چې د فقرات ستنې له درد سره به مخ کیږئ.
لازمه ده، چې له دې درد څخه د خلاصون لپاره خپل کار په محتاطانه ډول مخته یوسئ.
د درنو بیکونو لېږدول
که مو شاته ګرځونکي بیکونه درانه وي،دا ستونزه مو هم د فقرات ستنې له درد سره مخ کوی شي.
د دې لپاره، چې د ملا له درده خلاص وئ، ښه ده چې درانه بیکونه ونه لېږدوئ.