بابر بڼ په کابل کې یو تفریحي او پخوانۍ بڼ دی. دا باغ یو تن له پاچایانو څخه چې ظهیرالدین بابر نومېده، په ۱۵۲۸ کې جوړ شوکړی، بابر دا بڼ یې د ایراني پردیسیانو په سبک جوړ کړی.
دا بڼ لکه د کشمیر او کرمان پخواني باغونو په څېر دی، ځکه بابر له دې بڼ سره ډېره لېوالتیا درلوده او تل به یې وصیت کاوه چې وروسته له مرګه ما به په همدې بڼ کې ښخوئ، خو بابر په هندوستان کې د اګره په ښار کې مړ شو بیا وروسته له لسو کلونو څخه یې قبر کابل ته راستون شو او په بابر بڼ کې یې ښخ کړ. بابر له علم او ادبیاتو سره ډېره لېوالتیا درلوده.
بابر بڼ ډېر ښایسته دی، د بابر بڼ په لومړي سر کې کاروانسرای دی چې لومړۍ باید څوک له هغه ځایه تېر شي بیا اصلي ځای ته لاړ شي، خو اوس هغه کاروانسرای په اداري دفترونو او د لاسي صنایع په دوکانونو بدل شوی او خپله دننه بڼ کې د شاه جهان مسجد دی چې په ۱۹۴۷ کې جوړ شوی، چې مرمر ډبري پکې کارول شوي، بل د تاریخي ځایونو څخه د ملکه قصر دی، چې د پادشاهانو حرم سرای بلل کېده، چې اوس پکې د بهرنیو مېلمنو لپاره هوټلونه او رستورانتونه شته، چې د بڼ څخه جلا لاره هم لري.
بابر بڼ د ۱۹۳۰ کال راپدېخوا د خلکو په چوپړ کې دی او هره ورځ خلک ورتلای شي، د دې بڼ ځمکه ۱۱ هکتاره ده چې یو له لوی ترینه باغونو څخه دی، په لومړي سر کې بابر بڼ ته هر څوک نه شوای تللای، یوازې د پادشاهانو د خوب ځای بلل کېده، خو وروسته وروسته بیا ټولو ته د تلو اجازه ورکول شوه او هر څوک به له خپلې کورنۍ سره بابر بڼ ته تلل او د وڼو د سیوري لاندي به کېناستل، خو ځینې کورنۍ به شکایت درلود چې نجونو ته د هلکانو لخوا ډېر مزاحمت کېږي چې حتا دوی سم نه شي کېناستلی او نه په ارام زړه ورتللای شي، ځکه د نارینه وو او ښځو لپاره جلا ځای نه لري، نو هره ورځ به نارینه هلته ډېر و، خو وروسته وروسته دا شکایتونه کم شول، ځکه یوه ورځ د کورنۍ لپاره ځانګړې کړل.
ډېر بهرني مېلمانه، چې د پخوانيو اثارو او ځایونو څخه لیدنه او معلومات ترلاسه کول غواړي، دې باغ ته ځي.
دا باغ ښایسته حوض هم د لامبلو لپاره لري، نو ځکه هر څوک هم بهرني هم داخلي وګري ډېر ورځي او له هر ځای څخه یې لیدنه کوي.