پرون جمعه پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې پکې پاکستان په دریو ویکټو بریا خپله کړه.
په یاده لوبه کي د نړۍ نامتو کرکیټر بابراعظم د پاکستان لپاره په ۱۰۴ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې، چې پکې ۱۷ څلوریزې شاملي وې.
په دې سره بابراعظم په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله ۱۳مه سلیزه ووهله.
په پرونۍ لوبه کې د بابراعظم ریکارډ
بابر اعظم خپله ۱۳مه سلیزه په ۷۶ یو ورځنیو لوبو کې ووهله، چې په دې سره د کرکټ په تاریخ کې داسي لوبغاړی وشمېرل شو، چې په کمو سیالیو کې ۱۳ سلیزې بشپړوي.
تر بابراعظم وروسته ۱۳ سلیزي په کمو سیالیو کي د سویلي افریقا هاشم امله، د هند ویراټ کوهلي، د سویلي افریقا ډیکوک، د اسټرالیا ډیویډ وارنر او د هند شکر داوان وهلې دي.
هاشم امله ۱۳ سلیزو ته په ۸۳ سیالیو کې، ویراټ کوهلي په ۸۶، ډیکوک په ۸۶، ډیویډ وارنر په ۹۱ او شکردوان بیا ۱۳ سلیزو ته په ۹۹ سیالیو کې ځان رسولی.
بابر اعظم
بابر اعظم د ۲۶ کالو دی، چي د ۱۹۹۴م کال د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې زېږېدلی دی.
هغه د پاکستان لپاره تر دې دمه ۳۰ ټیسټ، ۷۶ یو ورځنۍ، ۴۶ شل اوریزه او ۶۵ یې بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
ښاغلي اعظم په ټیسټ لوبو کې ۲۰۸۲، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۶۸۳، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۸۶ او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۰۵۷ منډې جوړې کړې دي.
دا تکړه توپوهونکی اوس د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کې تر هندي ویراټ کوهلي راوروسته په دویم ځای کې دی.