د بابر اعظم لپاره ۲۰۲۰ کال او سترې ننګونې؛ له هغه د رېنکېنګ ساتلو هیله هم شوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د پاکستان کرکټ بورډ او ځینو لوبغاړو له بابراعظم څخه په ۲۰۲۰م کې د زیاتې هڅې غوښتنه کړې او له هغه سره یې د زیاتې مرستې هیله کړې ده.
بابراعظم د سرفراز احمد پرځای د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
بابراعظم وروسته له هغې د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو، چې د سرفراز په لوبډلمشر کې پاکستانۍ لوبډلې په دې وروستیو کې ډېرې لوبې وبایللې او حتا افغان لوبډلې ترې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره تمریناتي لوبه هم وګټله.
دې لوبډلې په نړیوال جام کې هم چندان ښه کارکرده ګي ونه کړه.
د بابراعظم لپاره ۲۰۲۰ کال او سترې ننګونې 
بابراعظم اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، هغه ۸۷۹ نومرې لري او د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې تر ټولو مخکښ توپ وهونکی دی.
اېرون فېنچ د اسټرالیا اوپنر او لوبډلمشر دی، ۸۱۰ نومرې لري او په شل اوریزو لوبو کې دویم نمبر توپ وهونکی دی.
د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د بابراعظم ګراف مخ په ښکته کېدو دی، خو په عین وخت کې بیا د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ګراف د پرمختګ پر لور دی.
د جمعې په ورځ د جنوري په ۲۴ مه ویرات کولي د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې ۴۵ منډې وکړې او ۳۲ توپنه یې ولوبول.
خو په همدې ورځ د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم په صفر وسوځېد او بنګله دېشي بالر شفیع الله په توپ کېچ اوټ شو.
v1.jpg
دا هغه څه دي چې بابر له ستونزو سره مخ کولای شي او په رېنکېنګ کې پرې تاثیرات غورځوي.
بل پلو ویرات کولي په تازه درجه بندۍ کې له پنځلسم مقام څخه نهم مقام ته راغلی او لا د پرمختګ په حال کې دی.
بل پلو پاکستانۍ کرکټ لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ ده او په دې وروستیو کې یې په لسو شل اوریزو لوبو کې یواځې یوه لوبه ګټلې او ۹ لوبې یې بایللي دي.
نو اوس پاکستانیانو له بابراعظم غوښتي، چې هم خپل رېنکېنګ وساتي او هم د د خپلې لوبډلې لومړی مقام وساتي.
دا چاره هغه وخت شونې ده، چې هم بابراعظم ښه ولوبېږي او هم پاکستانۍ کرکټ لوبډله ښې لوبې وکړي.
خو د ۲۰۲۰ م لومړۍ میاشت د بابراعظم لپاره ښه نه ده او لومړۍ میاشت کې په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په صفر اوټ شو.