ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
هغه خلک چې د عمومي اضطراب اختلال لري، ډېر اضطراب او اندېښنه لري چې د چا لپاره کنټرول کول یې ګران دي. دوی معمولاً ټوله ورځ د مختلفو مسلو لپاره اندېښمن وي، حتا کله چې د اندېښنې لپاره هېڅ دلیل نه وي، دوی ډېری وخت د ناورین پېښېدلو لپاره انتظار کوي او لوی تکلیف تجربه کوي.
د عمومي اضطراب اخته خلک هغه نښې لري چې د دوی عادي ژوند کې مداخله کوي. په نښو کې بېهوښۍ، ستړیا، اندېښمن مزاج، د تمرکز ستونزې، خارښت، د عضلاتو فشار، ستړیا او ډېرې اندېښنې شاملې دي.
خوب یې هم ګډوډ وي یا خوب نه کوي، یا هم په خوب کې نارامه وي. پر دې سربېره، دا خلک د مختلفو مسئلو لپاره اندېښنه کوي، لکه روغتیا، مالي مسئلې، د نورو لخوا پرېښودل او د دوی خپل فعالیت. دوی پوهېږي چې د اضطراب کنټرول سخت دی. د دې ګډوډي سره ډېری خلک احساس کوي چې د دوی اضطراب له کنټرول څخه بهر دي او دا اندېښنه به دوی لېوني یا ناروغ کړي.
له همدې امله یو څوک په رسمي ډول د عمومي اضطراب اختلال تشخیص کوي، کله چې لږ تر لږه د شپږو میاشتو په جریان کې، اضطراب او اندېښنه په ډېری ورځو کې پېښېږي، سړی اعلان کوي چې هغه د اضطراب په کنټرول کې ستونزه لري او نه یې شي کنټرولولای.
احصایوي دماغي اختلالات DSM_5 د دې ګډوډۍ پراخه کچه ده، ښځې تر نارینهوو دوه چنده امکان لري، چې اختلال ولري.
اضطراب یوه اوږدمهاله ناروغي ده. ډېری ناروغان وایي چې دوی په ټول ژوند کې اندېښمن دي او ډېری د دې ستونزې سربېره نورې ستونزې هم لري، لکه د فوبیاس، فشار، او مخابراتو ستونزې. ځینې یې ممکن د نورو مخه ونیسي، ځکه چې دوی وېره لري چې پرېښودل شي یا په نورو تکیه وکړي.
د عمومي اختلال اضطراب علت
که څه هم ځینې اطلاعات وړاندیز کوي چې جینیاتي عوامل ممکن د ناروغۍ پراختیا کې رول ولوبوي، مثلاً GAD ممکن په میراث پاتې شي. نورې موندنې د ځینې نیروټرانسمیټر کمبود وړانډیز کوي، پر دې سربېره د عمومي تشویش اختلال د مختلف بیولوژیکي او رواني ټولنیز فاکتورونو تعامل پایله ده، هغه څوک چې بصیرت، فشار، د ناکامۍ زغملو کې پاتې راتلل او د شرایطو څخه مخنیوی لپاره تعامل ښیي.
دوی ډېر احتمال لري چې دا اختلال ولري. ژوند کې فشارونه لکه داخلي شخړې، د دندې بدلونونه او ټاکل شوي مسوولیتونه هم یو رول لوبوي. پر دې سربېره دا امکان لري چې دا خلک د خپلو ورځنیو ستونزو په حلولو کې هم جنجالونه او متضادې شخړې په حل کولو کې کافي مهارت نه لري، په پایله کې دوی د کومې ستونزې په جریان کې اندېښمن کېږي.
د عمومي اضطراب اختلال درملنه
د ډېری اضطراب اختلالونو په څېر د عمومي اضطراب اختلال د معیاري درملو یا روانې درملنې، یا د دواړو ترکیب سره درملنه کېدای شي. مګر پرېکړه کول چې د کوم ډول درملنې کارول دي. معمولاً تر ټولو مهمه مسئله ده چې د کلینیکي ارواپوهانو سره مخ کېږي. که چېرې د بېنظمۍ ګړندی کنټرول مهم وي. ناروغ په جدي توګه رنځ وړي یا د ځانوژنې فکر کوي، درمل به وړانډیز شي؛ که نه نو معیاري، اوږدمهاله رواني درملنه لکه CBT یا د ځان مرستې پروګرام وړاندیز کېدای شي.
د اضطراب مخنیوي لپاره ډېرې لارې شته
مګر د اضطراب اختلال درملنې لپاره، یو شخص اړتیا لري د متخصص تر نظارت لاندې درملنه وشي؛ لاندې تګلارې ممکن د اضطراب په کمولو کې اغېزمن وي.
۱ـ صحي خواړه
د مختلفو خوړو کارول او په متوازن ډول د یو شمېر ضروري اجزاوو درلودل د بدن روغتیا ساتلو کې لازمي رول لوبوي.
۲ـ منظم فزیکي فعالیت
په ځانګړي توګه په منظم ډول ورزش کول، د اضطراب مخنیوي او درملنې لپاره یوه لاره ده. په چټکۍ سره ۴۰ دقیقې تګ په منځنۍ توګه ۱۴ سلنه اضطراب کچه کموي. پر دې سربېره تمرین د تنفسي سیسټم او د وینې جریان موثریت زیاتوي، د وزن انډول او ځواک ساتي. تمرینونه لکه یوګا د ارامۍ زیاتوالی او د اضطراب مخنیوی کې خورا ګټور دي.
۳ـ د اعتماد په نفس زیاتوالی
په ځان ډېر باور سبب کېږي چې له فشار سره مقابلې لپاره خپل اعظمي ځواک وکاروي.
۴ـ ټولنیز کېدل
کله چې خلک فشار راوړي، دوی په فوري ډول د عمل او ټولنې صحنې څخه وځي او په کونجونو کې پناه اخلي، په داسې حال کې چې انزوا اندېښنې لا ډېروي. د خلکو او ملګرو سره، خصوصاً له ماشومانو سره خبرې کول کولی شي سړی په خندا کړي، او د دې لامل شي چې اندېښنه هېره کړو. حتا د لږ وخت لپاره.
۵ـ ټولنیز ملاتړ
د هر وګړي په ژوند کې د ټولنیز ملاتړ شتون دېته اړ باسي چې د ژوند له بحرانونو سره د ځان څخه دفاع وکړي، چې په دې تکیه وکړي. ټولنیز ملاتړ د امنیت او ځان باور زیاتوي او د یوه شخص د فشار او رواني فشار په وړاندې مقاومت ډېروي.
۶ـ په اوس مهال کې ژوند کول
د اوسني وضعیت په اړه فکر کول او د لا مناسبو شرایطو لپاره د خوبونو او هیلو تمه کول ذهني سکون زیاتوي. دا خورا اغېزمن دی چې ذهن د هغه څه سره بوخت وساتو چې ترسره کېږي او نه د هغې اندېښنې ساحې په اړه فکر کولو لپاره.
۷ـ د فشار لرونکي حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
له فشار لرونکي وضعیت څخه ناپوهي په خلکو کې د ډېر فشار او اضطراب لامل کېږي. د شرایطو او قضیو په اړه د پوهې او پوهاوي ترلاسه کول چې یو سړی به ورسره مخ شي، د لږې اندېښنې لامل به شي.
۸ ـ خندا
خندا یوه له صحي لارو څخه ده چې د فشار مخه نیسي. کله چې خاندئ، د اندروفین هورمون د خوشحالي او روغتیا سبب په انسان کې کېږي، مغز ته خوشي کېږي او په وینه کې د فشار هورمونونه کموي.
۹ـ په کاغذ باندې د هیجاناتو څرګندول
په کاغذ باندې د احساساتو او احساساتو ساده لیکل د پېښو فشار کموي، لکه د دندې له لاسه ورکول، احساساتي ستونزې، د کورنۍ ستونزې او داسې نور.