عظمت الله: ملي ټیم ته راتګ مې یو خوب و؛ هیله لرم د ایرلنډ پر وړاندې چانس راکړل شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې ملې ټیم ته یې راتګ یو خوب و.
هغه د وي اوو اې پښتو څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، چې د کورنۍ، دوستانو، مور او پلار د دعاوو په برکت یې پرمختګ وکړ او ملې لوبډله کې شامل شو.
هغه زیاته کړه:
‹‹ډېر د خوشحالۍ احساس کوم، چې په ملې لوبډله کې شامل شوم. ملې لوبډلې ته راتګ مې یو خوب و. د کورنۍ، دوستانو، مور او پلار د دعاوو په مټ دې ځای ته ورسېدم. امید شته د ایرلنډ په وړاندې چانس راکړل شي او زه به له خپل چانس څخه په سمه توګه استفاده وکړم.››
inbound1381561096571464598 عظمت الله: ملي ټیم ته راتګ مې یو خوب و؛ هیله لرم د ایرلنډ پر وړاندې چانس راکړل شيعظمت الله عمرزی لومړی په ۱۹ کلنه ملې لوبډله او له هغه وروسته بیا د شپږیزه کرکټ لیګ په تېر پړاو کې خورا ښه وځلېد، چې په مټ یې ملې لوبډلې ته لاره پیداکړه.

د VOA Pashto سره د ښاغلي عمرزي مرکه

 
https://www.facebook.com/voapashto/videos/473059194070177/

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.