پر دوکتور ایاز نیازي برید؛ خلک څه غبرګونونه لري؟

رنګین تجريدي ډیزاین

په کابل کې د وزیر اکبر مسجد امام دوکتور محمد ایاز نیازی پرون په یاد مسجد کې د یوه ماین په چاودنه کې په شهادت ورسید.
د ښاغلي نیازي شهادت تاوده غبرګونونه راپارولي دي.
ایاز نیازي په دیني علم کې له الاازهر پوهنتون تر دوکتورا کچې زده کړې درلودې او په افغانستان کې له مطرحو علماوو شمیرل کیده.
هغه د کابل پوهنتون استاد هم و.
دوکتور نیازی له دې هم امله هم مشهور و چې پر هر چا یې له خپل ممبره نیوکې کولې او حقایق یې ویل.
دلته یو شمیر هغه غبرګونونه مو راخیستي چې د دوکتور نیازې له شهادت وروسته څرګند شوي دي:

حکومت

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني له قوله یوه اعلامیه کې دا برید غندل شوی او بشري ضد تروریستي جنایت بلل شوی دی.
د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې ددې پيښې جدي پلټنو لارښوونه شوې ده.
ترڅنګ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم دا برید غندلی دی او د څیړنو د کولو غوښتنه یې کړې ده.
هغه دا نه جبرانیدونکې ضایع بللې او دا کار یې له اسلام سره هم په ټکر کې ګڼلی دی.

طالبان

طالب وسله والو هم دا برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي. هغوی دا برید جنایت بللی دی.

د عامو خلکو غبرګونونه

لیکوال او شنونکي خوشحال خلیلي لیکلي:

«راځئ سپینه یې سره ووایو، چې لس میليونه اردو او پولیس راولې او په هره کور او کوڅه يې ودروی، تر هغو چې قتل او قاتل د ولس په ذهن او زړه کې مقدس ګڼل کیږي، نه جګړه ورکیږي او نه هم انسانوژنه دریږي. له قتل او قاتل څخه کرکه له امریکایانو زده کړئ، یو تورپوستی پولیسو وواژه اوس ټول راوتلي دي او له قتل او قاتل څخه خپله کرکه څرګندوي، بل ځل به بل څوک د چا نیکه هم ونه شي وژلای. له بده مرغه زموږ اکثريت روزنه داسې شوې چې قتل او قاتل دواړه راته مقدس دي او په خپلو ورځنیو ادبیاتو کې قتل او قاتل دواړه مقدس ګڼو. ښه که د ماشومانو، ښځو او بې ګناه وګړو د مرګ په اړه چوپه خوله یاست او مقدس یې ګڼئ، نو د دیني عالم د قتل په اړه خو غږ پورته کړئ! که ټول ملت د قتل او قاتل پر ضد غږ پورته کړي او په عبادت کې یې ونه شمیري، نو جګړه په هماغه شېبه پای ته رسیږي.»

سیاسي فعال او د پوهنتون استاد اسماعیل یون:

«د اسلام د اعتدالي لارې یو سر لاری: دوکتور محمد ایاز نیازی د هېواد یو ستر دیني عالم و، هغه په تېرو دوو لسیزو کې په پوره مېړانه ، فصاحت او بلاغت ، دیني او علمي منطق د اسلام د سپېڅلي دین اصلي جوهر ( سړیتوب) هېوادوالو ته تشریح کړ ، هغه د اسلام له ارزښتونو سره سم نه له افراط څخه کار واخیست او نه یې د تفریط لمن ونیوه ؛ یوه معتدله لاره یې غوره کړه. نن د اسلامیت او افغانیت دښمنانو د هېواد دا ستر عالم ، چې هم د دنیا له چارو خبر و او هم د دین له چارو ، د خدای په کور کې شهید کړ. له دې او دې ډول نورو ورته دردوونکو پېښو څخه دا حقیقت لاپسې په ډاګه څرګندېږي ، چې د انسانیت او هېواد دښمنان غواړي تر وروستي افغانه دا جګړه وغځوي ؛ نه مو د دین سړی خوندي دی ، نه د دنیا، نه مو مشر خوندي دی ، نه مو کشر ، نه مو ماشوم خوندي دی ، نه مو سپینږیری، نه مو پوهنتون خوندي دی ، نه مو روغتون ، نه مو زېږنتون په امن کې دی او نه مو روزنتون او نه مو هم عبادتځی خوندي دی او نه هم درملځی، بس په تمامه مانا یوه ولسوژنه ده او یوه ټولوژنه. خدای ج دې شهید دوکتور محمدایاز نیازي ته جنتونه نصیب کړي او نور دې په دې سوي لوي وطن کې د امن او سولې هیلې و غوړوي.»

لیکوال او ژورنالیست ارشاد رغاند:

«شهید ډاکټر نیازی کم ساری او پیاوړی دیني عالم و. پر ګور یې نور! دښمن داسې درانه علما تر بل هر چا زر نښه کوي، څو په تشه کې یې له دین څخه خپل جاهلانه برداشت عام او بهرنۍ توطیې په اسانه تطبیق کړي. موږ باید د علماوو خوندیتوب او علما باید د افراطیت ضد مبارزې ته جدي شي!»

د ټولنیزو رسنیو یو مخکښ او سیاسي فعال نجیب ننګیال:

«طالب کافر دی. چې وایو طالب کافر دی. خو دی نو. د خدای په کور کې، د الازهر څخه په دوکتورا لرونکي دیني عالم برید کفر نه دی، نو څه دی؟ مولوي ایاز نیازی سوچه دیني عالم و. حتا له سیاسته یې کرکه کېده او د مسلمانانو د نفس په تزکیه او اصلاح یې ټوله توجه وه. د نیازي لویه ګناه دا وه چې جومات یې په کابل کې و. د وزیر اکبر خان مسجد امام و، د شاه فېصل امام نه و. ګناه یې دا وه چې له الازهر مدرسې فارغ و، د حقانیې جاهل او جاسوس نه و. په منصوره کې یې درس نه و ویلی او د بنوریې مفتیانو منافقانو خبرو ته یې اهمیت نه ورکاوه.»

دیني عالم عنایت الله کاکړ لیکلي:

«انا لله و انا الیه راجعون. د دکتور صېب محمد ایاز نیازي شهادت زموږ د ملت لپاره ډېره ستره ضائعه ده. په شهادت او مقبولیت عندالله کې یې ځکه شک نشته چې په وروستۍ زمانه کې یواځې او یواځې د علم په تور د جهل د لارویانو له لورې ووژل شو. د علم په تور د علماؤ هدفي وژل کیدل هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ګڼو احادیثو کې یادونه کړې او هغه یې د قیامت یوه داسې نښه ګڼلې ده چې ور سره به علم له ټولنې پورته کیږي، حقپالونکي علماء به له صحنې وزي او ځای به یې جاهلان نیسي او هغوي به بیا خپلې جاهلانه فتواګانې د دین په نامه خرڅوي. نو ښکاره خبره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مشار الیه علماء د الله جل جلاله پر وړاندې مقبول شهیدان او قاتلین یې هغه منفورې څیرې دي چې الله او د هغه رسول ترې کرکه لري. د کتور محمد ایاز نیازي له دې امله چې د فقهې متخصص وو، پر عصري فقهي تحقیقاتو او تطبیقاتو یې ژور نظر درلود، د بين الافغاني تفاهم په ترڅ کې یې د هیواد د راتلونکي فقهي حقوقي بنسټ په جوړولو کې د پام وړ کار کولای شوای. ما ته دوه درې ورځې وړاندې له کابله یوه ملګري وویل چې دکتور صېب مو ډاکټر صېب عبدالله ته ور په ګوته کړی دی چې د هغه علمي بورډ مشر وټاکل شي چې د طالبانو له علماؤ سره به د راتلونکي حکومت پر اسلامي کولو بحث او مناقشات کوي. په هر حال، د دکتور صېب شتون د ډارن دښمن پر موږ نه وو پېرزو او رانه وایې خیست. د دکتور صېب کورنۍ او مینه والو ته د زړه صبر او اجر غواړو او وژونکي یې، طراحان او تمویلونکي یې پر دنیا او آخرت شرمنده، ذلیل او رسوا غواړو.»

لیکوال غازي عابد:

«د یوې نامقدسې او پردۍ جګړې په دوام کې یوه بله ستنه وغورځول شوه. د هر ډول غندنو او لعنتونو ویلو تجربه شوې، یوازې لږ تر لږه دې د پيښو که بشپړه نه وي، نېمه پایله دې ملت سره شریکه شي. دوکتور نیازی چې راته په زړه کې وژني، د زړه شااوخوا خلک به څنګه ځان خوندي احساس کړي.»

په ټوله کې یو شمیر خلکو په دې برید کې وسله وال طالب ملامت بللي او دا یې د هغوی کار ګڼلی دی. خو له بله پلوه ځینو خلکو دا د استخباراتي کړیو کار بللی چې نه غواړي حق ویونکي ژوند پریږدي.
ددې ترڅنګ پر افغان حکومت نیوکه شوې چې څنګه د هیواد په زړه کې یو مهم ځای کې یو مهم کس داسې هدف ګرځي.
خلکو غوښتي چې حکومت دې جدي پلټنې وکړي او د نورو په شان دې دا پيښه پټه نه تیروي.