د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ او د ډانېئل کرسچین تاریخي پنځوسیزه

رنګین تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ کې ۱۱ مه لوبه د یکشنبې په ورځ د راشدخان دې اړوند لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز او سېډني سېکسرز ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې سېډني سېکسرز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په لومړي سرکې خپلې درې وېکټې ژر له لاسه ورکړې او لوبډله د بالرانو لخوا محدوده شوې وه.
خو د اسټرالیا الراونډر لوبغاړي د لوبې بڼه بدله کړه.

د ډانېئل کرېسچېئن چټکه پنځوسیزه

د بېګ باش لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه د ډانېئل کرېسچېئن لخوا ووهل شوه، هغه په ۱۶ توپونو پنځوس ناسوځېدلې منډې وکړې.
په توپوهنه کې یې ۵ هسکې شپږیزې او ۴ څلوریزې شاملې وې.
نوموړی وتوانېد، چې د سېکسرز لوبډلې هدف تر ۱۷۷ پورې ورسوي.
Dan Christian hits second quickest BBL 50 | Bega District News | Bega, NSW
د هغه د بېټ ګوزار کچ یا سټرایک رېټ ۳۱۲ اعشاریه ۵۰ و، یعنې په هر توپ یې درې نېمې منډې کړي دي.
د بېګ باش لیګ په تاریخ کې په ۱۴ توپونو نیمه سلیزه کرېس ګېل وهلې او ده په ۱۶ توپونو سلیزه ووهله.

د راشدخان حال

راشدخان یو ځل بیا په دې لیګ کې وټکېد، هغه په ۴ اورونوکې ۳۸ منډې ورکړې، چې ایکانومي یې نږدې اته نیم ده.
یواځې انګلستانی جېمز وېنس یې کلین بولډ کړ.
راشدخان په دوه لوبو کې دوه وېکټې اخیستي او ۶۲ منډې یې ورکړي دي.
لوبډله یې هم په ۳۸ منډو ماته شوه او لوبه ترې سېډني سېکسرز وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم کرېسچیئن واخیسته.
په دې لیګ کې د افغانستان نوراحمد لکڼوال تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې د مېلبورن رېنګېډز په ګټه ولوبېد او په خپله لومړۍ لوبه کې یې د ۲۷ منډو په ورکولو سره یوه وېکټ ترلاسه کړه.