کريکټ بورډ: د اسټراليا سره ټيسټ لوبه شايد يوکال وروسته ترسره سي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
کريکټ بورډ وايي د افغانستان او اسټراليا ترمنځ يوازنۍ ټيسټ لوبه د راتلونکې کال په نومبر مياشت کې ترسره کېږي.
روان ۲۰۲۰ز چې اوس يې وروستۍ سلګۍ دي د کرونا وېروس له کبله پکښې د ژوند د هر اړخ ترڅنګ څو مياشتې پرلپسې ورزش هم په ټپه ودرېدی،خو اوس داسي ښکاري چې هرڅه بيرته عادي حالت ته راګرځېدلي.
د کريکټ د نړيوالې شورا د پلان سره سم باید د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ټيسټ لوبه په تېرې نومبر مياشتې کې ترسره سوې وای خو دا چې کرونا لاهم په اسټراليا باندې اغېز درلودی نو ددې هيواد کريکټ بورډ دا لوبه رواني ډسمبر مياشتې ته وځنډوله.
په ډسمبر مياشت کې اسټراليا د افغانستان سره د يوازنۍ ټيسټ لوبې ترڅنګ د هندوستان سره هم د يو ورځنيو، شل اووريزو او ټيسټ لوبو لړۍ درلودې چې اوس يې هماغه لوبې جريان لري.
اسټراليا د افغانستان سره د کرونا وېروس په بهانه ټيسټ لوبه د راتلونکې ۲۰۲۱ز کال نا مالومې نېټې ته وځنډوله خو د هندوستان سره یې همدا اوس لوبې روانې دي، په داسې حال کې چې کرونا نسته خو نندارچيان په زرګونو دي.
د افغانستان کريکټ بورډ که څه هم راتلونکی کال د لوبو ډک بولي خو د کريکټ مينوال او ورزشي فعالان کريکټ بورډ په بې کفايتۍ او اداري کمزورۍ تورنوي ،دوی وايي کريکټ بورډ پخپله د هيوادونو سره د لوبو لړيو په نيولو کې صفر دي او هيڅ توقع ترې نسته خو بده لا داده چې هغه لوبې چې د کريکټ د نړيوالې شورا له لورې پلان سوي هغه هم نسي رهبري کولای.

خو د افغانستان کريکټ بورډ وياند فريدهوتګ نن ويلي چې د اسټراليا سره هغه ټیسټ لوبه چې باید تېره نومبر مياشت کې ترسره سوې وای د دواړو هيوادونو د هوکړې پر بنسټ په راتلونکې نومبر مياشت کې ترسره کېږي،خو د اسټراليا کريکټ بورډ تر اوسه پدې اړه هيڅ هم ندي خپاره کړي.