د اسټرالیایي کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اېرون فېنچ ویلي، چې د اسټرالیا د منځنیو توپ وهونکو د نه ځلېدلو له کبله د سیریز له ګټلو محروم شو.
دا چې اسټرالیایي کرکټ لوبډلې هند ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره د جنوري په ۱۴ مه سفر کړی و او دغه سفر د یکشنبې په ورځ د هند په بري پایته ورسېد، نو د اسټرالیا لوبډلمشر اېرون فېنچ پرې تبصره کړې ده او د لوبو د بایللو علت یې رابرسېره کړی دی.
د هند او اسټرالیا سیریز
لومړۍ لوبه اسټرالیا په اوپننګ وګټله او هند ته یې په لس وېکټو ماته ورکړه، دویمه لوبه هند په ۳۶ منډو د جمعې په ورځ وګټله او درېیمه لوبه هند په ۷ وېکټو خپله کړه او لوبلړۍ یې دوه د یو پر وړاندې هند له اسټرالیا څخه وګټله.
دا چې د دغې لوبلړۍ په اړه د اسټرالیا لوبډلمشر څه ویلي دي، دلته یې درسره شریکوو.
د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویلي، چې د سیریز برخلیک ټاکونکې (درېیمه) لوبه کې د اسټرالیا منځنیو توپ وهونکو نشتون له لوبلړۍ ګټلو محروم کړو.
د اسټرالیا پیاوړي منځني توپ وهونکي ګلېن مکسوېل، مارکس سټاینېس، مېچل مارش او ځېنې نور دي، خو د هندوستان خلاف لوبو کې دغه لوبغاړي نه وو او په بېګ باش لیګ کې په لوبېدو اخته دي.
د مکسویل، سټاینېس او مارش پرځای نوي لوبغاړي اشټن ټرنر، اشټن اګر او الېکس کېري لوبېږي، چې دوی درې واړه د هند خلاف درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې ناکام شول او پایله یې دا شوه، چې اسټرالیا، هند ته په هند کې درې یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې وبایلله.
په رښتیا هم مکسوېل په منځنۍ برخه کې د اسټرالیا د توپ وهنې د ملا تیر بلل کېږي او نن سبا سم فوم کې هم دی او کولای شي، چې د اسیا په لوبغالو او ویشتن ځایونو چټکه توپ وهنه وکړي او بالران له ستونزو سره مخ کړي.
بل پلو ستر الراونډران مېچل مارش او مارکس سټاینېس هم په اسټرالیایي لوبډله کې د لوبډلې غټې ستنې او سټې بلل کېږي، چې دوی دواړه هم په بېګ باش لیګ کې لوبیږي.
د دغو لوبغاړو نشتون اسټرالیا له لوبلړۍ بې غمه کړه.
کله چې لومړۍ لوبه اسټرالیا په اوپننګ له هند وګټله، نو د کرکټ ډېری مبصرینو او مینوال دا سوچ کاوه، چې اسټرالیايي لوبډله به هندۍ لوبډله هېڅ د لوبې ګټلو ته پرېنږدي.
خو اټکلونه برعکس شول او وروستۍ دواړه لوبې هندوستان په ښه ډول وګټلې.
بل پلو د مکسویل، سټاینېس او مارش پرځای لوبول شوي لوبغاړي او الراونډرانو د درېیمې لوبې په توپ وهنه کې ناکام شول.
اشټن ټرنر په ۴ منډو، الېکس کېري په ۳۴ منډو او اشټن اګر بیا په ۱۱ منډو ناټ اوټ وسوځېد.
په لوبډله کې د مېډل ارډر یا منځیو توپ وهونکو شتون خورا مهم دی، هغه لوبه چې د ټاپ ارډر یا لومړیو توپ وهونکو وشڼېږي، بیا یې منځني توپ وهونکي د لوبې په جوړولو سره جبران کوي او له لاسه وتلې لوبه په خپله خطرناکه لوبه راجوړوي او رااړوي یې.
منځني توپ وهونکي هغه لوبغاړي دي، چې زیاتره یې هېټران وي او هر اوور کې د زیاتو منډو په اخیستلو سره هدف پوره کولو پسې ځي.