د افغانستان کابینې په ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هلې ځلې وستایل شوې.
د کابینې دا غونډه پرون دوشنبه ترسره شوې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه لیکلي:
«د کابینې غونډې د سولې لپاره د سیمه ییزې او بین المللي اجماع د جوړولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر اقدامات او هڅې او د خبري کنفرانس جوړولو او هیوادوالو ته د مشورتي غونډو او «د افغانستان د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا» سیمه ییز او تر سیمې هاخوا کنفراس د اړوندو لاسته راوړنو شریکولو له امله د بهرنیو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې ستاینه وکړه.»
ښاغلی اتمر داسې مهال ستایل کیږي چې تازه په تیرو اونیو کې د افغانستان د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت له لورې درې بیلابیلې سیمه ییزې او نړیوالې ناستې ترسره شوې، چې ویل شوي دا د افغان دولت لپاره مهمې وي.
شنونکي وايي، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول یوه مهمه اړتیا ده. که څه هم افغان حکومت وايي چې دا اجماع یې رامنځته کړې، خو خلک اوس هم نیوکه لري چې په هغه ډول سره چې د افغان سولې لپاره اجماع رامنځته کول مهم ول، کار نه دی شوی.
ویل شوي د اجماع نه رامنځته کیدو یوه لویه نښه دا بلل کیږي چې روسیه، ایران او ځیني نور هیوادونه د افغان سولې په اړه داسې دریځونه ښکاروي چې د افغان دولت لپاره نامناسب بلل کیږي.