افغانستان: د سیمه ییزې اجماع په اړه د ملګروملتونو د استازي هڅې وستایل شوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبر: بشر درویش – ياران
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګري استازي ولیدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې میرمن دبوره لیونز سره ولیدل او په بیلابیلو مسایلو یی ورسره خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو غاړو د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د جوړیدونکې غون‌ډې او همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک د پلي کولو په تړاو د وروستیو پرمختګونو، چې پکې د تاوتریخوالي کمول، د سیمه ایزې اجماع او تفاهم لپاره د روانو هڅو، د سولې د بهیر، بشر دوستانه اوربند لپاره د افغانستان د ملاتړو هېوادونو د همکاریو جلب، د قید او شرط پرته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د آزادولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د ځانګړي استازي ستاینه

خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خبرو پر مهال له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د بهیر د بریا او د سیمه ایزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې د هڅو ستاینه وکړه او هیله یی څرګنده کړه چې دغه هڅې به د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل سبب شي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیدل د روانې جون میاشتې پر پنځلسمه د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو ځنډیدلي او اوس ویل شوي چې دا مذاکرات به د روانې میاشتې په پای کې پيل شي.
خلک د مذاکراتو ژر پيل او ورسره دایمي اوربند او سولې ته په تمه دي او هیله لري چې په افغانستان کې روانې بدمرغې ګګړې ته به د پای ڼکی کیښودل شي.