د اسیا جام سیالیو خپرونکې تلویزیونې شبکې کره شوې 

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ایشیا کپ یا اسیا جام په نوم ۵۰ اوریزه سیالۍ، چې د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي؛ د ژوندي بهیر د خپرونکو تلویزیوني شبکو نومونه یې هم کره شول.

د کرکټ لایو ریکارډ ډاټ کام ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو راتلونکي پړاو لوبې په افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، مالدیو او بوټان کې د « Star Sports » تلویزیوني شبکې لخوا ښودل کیږي.

همدا راز دغه جام لوبې به په اسټرالیا کې د «Fox Sports»، جنوبي افریقا کې د «Super Sports» او «OSN Sports Cricket HD»، بنګله دیش کې د  «Gazi TV»، امریکا کې د «Willow TV»، په انګلستان کې د «Sky Sports Cricket»، سینګاپور کې د «Star Cricket»، کاناډا کې د

 « ATN Cricket Plus» او هغه کسان چې په هندوستان کې کیبل ته لاس رسی نلري؛ د «DD National» هندي او انګلیسي دواړو تلویزیونې شبکو څخه یې ننداره کولی شي.

 په دغه سیالیو کې د ګډون کوونکو هېوادونو څخه یو هم افغانستان دی، خو تر دې مهاله د هیڅ کومې افغان تلویزیوني شبکې نوم په دغه لیست کې نه دی شامل، په داسې حال کې چې افغان کرکټ بورډ بیا د یوې داخلې افغان تلویزیوني شبکې نوم نن په ډاګه کړی دی.

 د ایشا کپ ۵۰ اوریزه سیالۍ، چې ۱۱ ورځې وروسته پیل کیږي، ورته د افغانستان په شمول، هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش خپلې لوبډلې اعلان کړې دي، خو پاکستاني کرکټ بورډ تر اوسه خپله لوبډله ځنډولې ده.

 ګډون کوونکې ۶ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې پاکستان او هندوستان د غوراوي پړاو څخه راتیریدونکې مالیزیا، سینګاپور، هانګ کانګ، عمان، متحده عربي اماراتو او نیپال لوبډلو ترمنځ د یوې غوره کیدو ته انتظار کوي.

بل خوا په دویم ګروپ کې افغانستان له سریلنکا او بنګله دیش سره یو ځای قرار لري، چې د لمړي پړاو څخه دویم پړاو ته د تګ او درې واړه لوبډلو په اړه اټکل کول اسانه کار نه دی.

 دغه سیالۍ د بنګله دیش او سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړي لوبې سره پیل کیږي او په دویمه ورځ به باکستان د غوره کېدونکې لوبډلې خلاف، دریمه ورځ افغانستان د سریلنکا، څلورمه ورځ هندوستان د غوره کېدونکې لوبډلې سره، پنځمه ورځ پاکستان د هندوستان او د لمړي پړاو په وروستۍ شپږمه ورځ افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې لوبه ترسره کوي، چې په همدغه ورځ به دویم پړاو ته تلونکې لوبډلې هم په ډاګه شي.