لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو تازه څرګندونو کې ټولو هیوادوالو ته زیر ورکړی، چې افغان لوبډله به نږدې وختونو کې د کرکټ نړۍ په غوره پنځو لوبډلو کې وشمېرل شي.
اصغر افغان پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي:
سلامونه او درنښت زړه ته رانږدې قدرمنو هېوادوالو!
پدې هیله چې انشاالله ټول به روغ او جوړ اوسئ
تر هر څه دمخه تاسو ټولو ته له آیرلنډ نه د مهمو درې یو ورځنیو سیالیو د سیریز د بریا، زیمبابوې هیواد سره د ټیسټ سیالیو د لوبلړۍ مساوي کېدو او دادی نن له زیمبابوې هیواد څخه د شل آوریزو سیالیو د لوبلړې د بریا مبارکي وایم.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تل پدې هڅه کې ده چې د هیواد پدې غمجنو حالاتو کې ټولو ګرانو هیوادوالو ته برياوې راوړي چې پدې برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او اړونده ټولو څانګو له هر اړخیزه کوښښونو هم د زړه له تله مننه کوم.
درنو هیوادوالو!
کرکټ د افغانستان له ویاړونو شمیرل کیږي او ددې ویاړ د ساتلو او لاپیاوړي کولو په پار د خپلې ملي لوبډلې په پیاوړي پلانونو، ښه تدبیر، قوي عزم او پوره ژمنتیا بشپړ ډاډمن اوسئ. او دا زیری درکوم چې انشاالله نږدې وختونو کې به د کرکټ نړۍ په غوره پنځو لوبډلو کې وشمیرل کیږو. (التوکل علی الله)
ستاسو د همیشنیو دعاګانو او پوره ملاتړ په هیله.
د زیمبابې سره د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبې
اصغر افغان وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې افغان کرکټ ملې لوبډلې پرون د زیمبابې څخه د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ درې پر صفر وګټله.
افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۴۸، په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۴۵ او په درېیمه شل اوریزه لوبه کې یې بیا په ۴۷ منډو بریا خپله کړه.
تر هغه مخې افغان لوبډلې د زیمبابې سره د دوو ټیسټ لوبو لړۍ ترسره کړه، چې هغه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده.
د لوبډلمشر اصغر افغان نړیوال ریکارډ
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې پرون خپله ۴۲تمه شل اوریزه لوبه وګټله، چې په دې سره اصغر افغان د یوه لوبډلمشر په توګه خپل ریکارډ د هندي مهندرا سینګ ډوهني څخه پورته کړ.
د هند پخواني لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني، چې په ۷۲ شل اوریزه لوبو کې یې هندۍ لوبډله رهبري کړې، پکې ۴۱ ځله یې بریا او ۲۸ ځله یې بیا ماته خوړلې ده.
افغان لوبډلمشر اصغر افغان بیا افغانۍ لوبډله په ۵۲ لوبو کې رهبري کړې، چې ۴۲ لوبې یې پکې ګټلې او یوازې په ۹ شل اوریزه لوبو کې یې ماته خوړلې ده.
په دې سره اصغر افغان خپل د ګټلو لوبو شمېر د مهندرا سینګ ډوهني څخه پورته کړ او د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبډلمشر شو، چې دې مقام ته ځان رسوي.