اصغر افغان: دوهم ځلي کپټاني راته یو لوی چلینج دی!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان کرکیټ بورډ رسمي صفحې د افغان ملي لوبډلي د لوبډلمشر اصغر افغان تازه څرګندوني خپري کړې، چي د نورو خبرو ترڅنګ ئې دوهم ځلي کفتاني د خپل ځان لپاره لوی چلینج بللی.
اصغر افغان به تر دوهم ځلي لوبډلمشرۍ وروسته د ایرلینډ په وړاندي د لومړي ځل لپاره د لوبډلمشر په توګه رسمي سریز ترسره کړي.
هغه د ۲۰۱۹م کال پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ له لوبډلمشرۍ څخه لیري کړ او پر ځای ئې ګلبدین نایب وټاکه.
post image ef3b1ca اصغر افغان: دوهم ځلي کپټاني راته یو لوی چلینج دی!
په نړیوال جام کي تر کمزورو لوبو وروسته بورډ دې ته اړ سو، چي ګلبدین لیري کړي او راشدخان آرمان وټاکي، خو تر هغه وروسته یو ځلي بیا افغان کرکیټ بورډ راشد خان لیري کړ او پر ځای ئې اصغر افغان وټاکه.
اوس تازه اصغر افغان د ایرلینډ ترڅنګ د راتلونکو لوبو په اړه ږغېدلی.

هغه د ایرلینډ په وړاندي لوبو په اړه وویل((موږ تمریناتي کمپ ترسره کړی او خپلو منځونو کي مو لوبي هم ترسره کړي، په شل آوریزه لوبه کي هیڅ لوبډله نده کمزورې، نو دا هم غلته خبره ده، چي ایرلینډ کمزروې لوبډله ده)).

اصغر افغان د دې ترڅنګ ویلي، چي په تمریناتي کمپونو کي ئې د توپوهني برخه کي ډېر تمرینونه کړي او کومي نیمګړتیاوي چي ئې دې برخه کي درلودې هغه اوس لیري سوي.
اصغر افغان دا څرګندوني داسي مهال کوي، چي سبا جمعه افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيلوي.
ireland اصغر افغان: دوهم ځلي کپټاني راته یو لوی چلینج دی!
افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ شل آوریزه لوبه سبا جمعه، دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د راتلونکي سې شنبې په ورځ ترسره کړي.
دا درې واړه شل آوریزه لوبي د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک له یاران سره په خبرو کي وویل، چي افغان او یرلینډ ټیمونه به درې واړه شل آوریزه لوبي د ماپښین په ۱ بجه ترسره کړي.
دا لوبي به د افغانستان ملي سپورټ ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.