ژباړه: عمران لمر
ژور خفګان او هېرېدل هغه ناروغۍ دي چې ستاسې د ژوند عادي بهير ټکنی کوي؛ نو بايد پام ورته وکړئ. په دې ليکنه کې مونږ تاسې څلور هغه عادتونه درپېژنو چې په دې دوه ناروغيو د اخته کېدو احتمال زياتوي:
۱- ډېر فشار د ژور خفګان او د حافظې د کمزورتيا لپاره مهم لامل دی، مثلاً:
د خپلې خوښې او ګران کوم کس ساتنه چې رواني ناروغي لري او يا هغه مور او پلار چې د هېرېدو ستونزه لري، د کومې جدي او ځوروونکې ناروغۍ درلودل، لکه: سرطان.
او د طلاق يا مرګ پواسطه د کوم نږدې کس له لاسه ورکول.
هر کله چې د فشار د هورمونونو په شديد جريان کې وئ نو په ښکاره خو مو يواځې خوب ګډوډ کېږي؛ مګر کولای شي ستاسې د حافظې سيستم ته هم زيان ورسوي.
له دې وجې چې فشارونه هر ځای شتون لري؛ مونږ ټول بايد د فشارونو د مديريت لپاره منظم پلانونه او لارې وکاروو.
په دې برخه کې ورزش او ميډيټيشن هم ګټور ثابتېدای شي.
۲- د کمې پاملرنې ګډوډي يا (ADD) ستونزې علاج که ونه شي، د ژور خفګان او د حافظې د کمزورۍ احتمال زياتوي.
څېړنو ښودلې چې ADD د اعصابو په يوه ناحيه کې چې د تندي د شا په نوم ياديږي؛ د فعاليت په کمبود پورې اړه لري چې د دماغو د آلې په توګه کار کوي او دنده يې له لاشعوري خبرو او کارونو ستاسې منع کول دي.
کله چې د اعصابو د دې ناحيې فعاليت کم شي؛ نو په اسانۍ د انسان حواس شيندل کېږي او د ځان په کنترولولو کې له ستونزې سره مخ کېږي، په سخته کولای شي چې يو کار سرته ورسوي او يا د هغه کار تصميم ونيسي چې غواړي ترسره يې کړي.
که د حواسو بې نظمي لرئ او يا نه شئ کولای چې په يو څه تمرکز وکړئ؛ نو دا حالت ارزيابي کړئ او درملنه يې وکړئ. دا کار کولای شي ستاسې اعصاب وژغوري. د ADD د درملنې لپاره هيڅکله ناوخته نه دی.
۳- ورزش نه کول
که په اونۍ کې له دوه ځلو کم ورزش کوئ؛ د هېرېدو ستونزه مو زياتېږي؛ مګر کولای شئ چې همدا نن د ورزش په شروع کولو دا وېره ختمه کړئ.
هره ورځ پياده مزل وکړئ، وزن پورته کړئ او ځينې نور حرکات چې ستاسې عضلات په کې په حرکت راشي؛ وکړئ.
په دې کار سره تاسې د حافظې د کمزوري کېدو احتمال کموئ او ژوند مو ژغورئ؛ همدارنګه ورزش تاسې له ژور خفګانه هم ژغوري.
۴- د نويو شيانو نه زده کول يا په ايميلونو، ميسج او ويډيويي لوبو روږدي کېدل
دا ټول شيان هم ستاسې د ژور خفګان او د حافظې د کمزوري کېدو وېره زياتوي؛ د يوې څېړنې له مخې هر هغه څوک چې په دې کارونو روږدي وي، په يو کال کې لس نمرې د IQ له لاسه ورکوي.
ستاسې اعصاب د يوې عضلې په څېر دي؛ هر څومره چې تاسې دا په مثبتو لارو کاروئ، همدومره کولای شئ د اوږدې مودې لپاره ترې ګټه واخلئ.
د اعصابو د قوي کولو لپاره څو لارې:
د الفاظو لوبې او يا د يوې نوې ژبې زده کول ستاسې د اعصابو کيڼ اړخ تحريکولی شي.
خندا ستاسې د اعصابو ښي اړخ تحريکوي او نوښتونه مو زياتوي.
د مېز په سر د ټينس لوبه ستاسې د اعصابو وروستۍ برخه قوي کوي.
نو د خپلو اعصابو ساتنه وکړئ او هڅه وکړئ چې په مثبتو لارو يې وکاروئ؛ تر څو له ژور خفګان او د حافظې له کمزوري کېدو وژغورل شئ.