ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
۱ـ ټول غواړي چې لوړې څوکې ته ورسېږي او همالته ژوند وکړي، خو اړینه دلته ده چې ډېرو خلکو هېر کړي چې څه ډول هغه لوړې څوکې ته ورسېږي. (ګابریل ګارسیا مارکز)
۲ـ یو له ریښتنې د ماتې دلایلو نه دا دی، چې هیڅکله خپله نه دي په پوره توګه، تل هڅه کوي د نورو په خوښه او رضایت کار وکړي.
۳ـ که موږ خپله خپل ځان ونه منو او مینه ورسره ونه کړو، نو دا سخته ده چې بل څوک راسره مینه ولري. (ناتانیل براندن)
۴ـ د انسان اصلي صلاح هغه ده چې ځواک لرونکي مخالفان ولري، کوم ځای کې چې ټول په یو عقیده وي، نو بیا دېته اړتیا نه وي چې خپله عقیده څوک څرګنده کړي. (یوستین ګردر)
۵ـ ژوند د خپل ځان پیدا کول نه دي، ژوند د خپل ځان جوړول دي. (جرج برناردشاو)
۶ـ انسان باید دومره لوی وي چې خپلې ستونزې ومني دومره لوی وي چې د هغه نه ګټه واخلي، او دومره قوي وي چې هغه اصلاح کړي.
۷ـ بریا د لارې پای نه دی، ماته هم انسان لمنځه نه وړي دا د زړورتیا دوام دی چې اهمیت او ارزښت لري. (وینستون چرچیل)
۸ـ انسانیت تر ټولو لوړ هنر، تر ټولو ښایسته صفت او تر ټولو ښه عبادت دی.
۹ـ موږ هم ښه ذهن او هم ښه زړه ته اړتیا لرو د ژوند شکوه داسې نه ده چې هېڅ وخت ماته ونه خورو، خو اړینه دا ده چې هرکله ولوېدو بېرته پورته شو. (نلسون ماندلا)
۱۰ـ پخپل ځان دننه کې د نېکمرغۍ پیدا کول اسانه کار نه دی، خو پرته له هغه ځایه بل ځای کې هم امکان نه لري. (کارل ګوستاو یونګ)
۱۱ـ که زه له تاسو صداقت او صمیمیت غواړم، لومړۍ باید زه خپله صادقه او صمیمي اوسم. (بزرګ علوي)
۱۲ـ بریا دا نه ده چې هېڅکله ماته ونه خورې، بلکې بریا دا ده چې د هر ځل لوېدو وروسته پورته شې. (مهاتما ګاندي)
۱۳ـ تاسو ښه پوهېږئ چې دا تاسو خپله یاست چې په هر حالت کې خپل ځان خوشحاله ساتلی شئ، نور وګړي مو هېڅکله نه شي خوشحاله کولای، پرته له خپل ځانه.
۱۴ـ د پرمختګ لپاره خپل اوس او راتلونکې ته اجازه ورکړئ، چې له تېر وخت سره مو بېخي تفاوت ولري، ستاسو تېر وخت ستاسو سرنوشت نه دی. (الن کوهن)