اريانا سعيد د امريکا د نوي ولسمشر څخه غوښتنه کړې

سپینه تجريدي ډیزاین

اريانا سعيد جوبايډن ته د مبارکۍ تر څنګ د افغان ښځو د حقوقو د ساتني غوښتنه کړې.

د امريکا ۴۶م ولسمشر چې تېره ورځ يې د لوړې مراسم تر سره کړه او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ څلور کلني مودې ته یې د پای ټکی کېښود، د نړۍ او افغان چارواکو ترڅنګ اريانا سعيد هم مبارکی ورته ويلې.

افغاني سندرغاړي اريانا سعيد همدارنګه پر خپل ټويټر اکاونټ جوبايډن ته د مبارکۍ تر څنګ ليکلي چې افغانستان او د افغان ښځو ته ځانګړې توجه وکړئ.

اريانا ليکي:

“ښاغلې ولسمشر جوبايډنه مبارک دې سه!! هيله ده افغانستان او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو حقوق هېر نکړئ.”

اريانا سعيد دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د جوبایډن له‌ خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د امریکا نوی حکومت به د طالبانو سره د دوحې تړون له سره ارزوي چې افغان حکومت هم ددې خبر هرکلی کړی.