ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
دلته مو د ذهني فشارونو او ژوند بڼې ناسمو شرایطو له امله د پیدا شویو اروايي ستونزو اسانه او ساده درملنې ښودلې چې په عملي کولو یې مطلوبه پایله اخیستلی شئ.
۱- ډېرې اوبه څښل؛
۲- ترکاري او سابه خوړل؛
۳- ورزش کول؛
۴- شاهانه سهارنۍ، وزیرانه غرمنۍ او فقیرانه شپنۍ خوړل؛
۵- ډېرې او سمې لوبې کول؛
۶- تر تېر کال مو د کتاب مطالعه ډېرول؛
۷- دغو دریو (e) سره ژوند وکړئ:(energy) انرژي،(enthusiasm) مستي او هیجان، (empathy) زړهسوی او مهرباني؛
۸- د شپې ۷ ساعته حتماً ویده شئ؛
۹- د ورځې ۱۰ دقیقې چوپ شئ او فکر وکړئ؛
۱۰- هره ورځ ۱۰ یا ۳۰ دقیقې پلی تګ وکړئ او موسک واوسئ.
راځو شخصیت ته
۱۱- ژوند مو له هېڅ چا سره مه پرتله کوئ، ځکه تاسو نه پوهېږئ چې د هغوی ترمنځ څه تېرېږي؛
۱۲- تر منفي فکرونو مو ډېره انرژي پر مثبتو افکارو ولګوئ؛
۱۳- هغه کار مو چې تر وسې جګ و، مه یې کوئ. مانا تر خپلې وسې کار وکړئ؛
۱۴- خورا ډېره اندېښنه هم ځان ته مه کوئ؛
۱۵- خپله انرژي د نورو چارو کې په لاسوهنه مه مصرفوئ؛
۱۶- کله چې ویښ وئ خیال ډېر وګورئ، مانا خیال پلو ووهئ؛
۱۷- هغه څه چې باید ویې لرئ، لرئ یې، نو رخه د وخت ضایع کول دي؛
۱۸- تېر هېر کړئ، د ژوند د ملګري/ ملګرې د تېرو وختونو تېروتنې مه ورپېغور کوئ، دا کار بیا د تاسو د اوسمهال خوږلني اخلي؛
۱۹- ژوند تر دې لنډ دی چې له خلکو کرکه وکړئ، نو مینه ووېشئ؛
۲۰- له ماضي سره ملګرتیا وکړئ چې اوس وخت مو درخراب نه کړي؛
۲۱- هېڅوک ستاسو د خوشحالولو مسوولیت نه لري، پرته له تا چې باید ځان خوشحاله کړې.
۲۲- ژوند لکه ښوونځي چې درس پکې وایئ، ستونزې یې د درسي برنامې برخه او لکه الجبر داسې وګڼئ؛
۲۳- اړتیا نشته چې هر څه کې بریالي شئ، ځينې وخت مخالفت هم شته.
ټولنه
۲۴- کله کله خپلوانو سره اړیکه کې شئ؛
۲۵- د خلکو تر تېروتنو ورتېر شئ؛
۲۶- تر ۶۰ او ۶ ښکته عمر لرونکو ته وخت ځانکړی کړئ؛
۲۷- هڅه وکړئ لږ تر لږه د ورځې درې ځلې خلکو ته ورموسک شئ؛
۲۸- دا چې خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي، تاسو پورې اړه نه لري؛
۲۹- کله چې ناروغ شئ دنده مو ستاسو پالنه نه کوي، کورنۍ او ملګري یې کوي، نو د دوی خیال ساتئ.
ژوند
۳۰- مینه د هر څه درمل دی؛
۳۱- مهمه نه ده چې کوم حالت کې یاست، پاڅېږئ، جامې بدلې کړئ، ووځئ د ټولنې په منځ کې ورګډ شئ؛
۳۲- همدا چې له خوبه پاڅېدئ، لومړی شکر وباسئ؛
۳۳- تل مثبت پیغامونه خپاره کړئ؛
۳۴- توکل او اراده هېڅ مه هېروئ.