
د کرکټ ټرېکر په نوم یوې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د هند هیواد په یو شمېر سریالونو کې اداکاري او موډلې آرشي خان ویلې، د افغانستان د نوي حکومت رامنځته کېدو یې د یوه افغان کرکیټر سره د واده کولو هیلې لمنځه یووړې.
راپور کې راغلې، آرشي خان ویلې، د روان کال په اکتوبر میاشت کې یې د یوه افغان کرکیټر سره واده کاوه، چې خبرې یې هم وروستۍ شوي وې، خو په افغانستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو یې دا هیله له خاورو سره یوځای کړه او ممکن نور دا اړیکه مخته ولاړه نشي.
راپور کاږي، چې آرشي ورته د کوم لوبغاړي نوم ندی اخیستی، خو ورته ویل شوي، چې یاد لوبغاړی ‹‹زوم›› د آرشي د پلار لخوا غوره شوی و.
آرشي زیاته کړې:
‹‹زه باید په اکتوبر میاشت کې د یوه افغان کرکيټر سره واده وکړم. هغه زما د پلار لخوا غوره شوی و. خو وروسته له هغې چې افغانستان د طالبانو واک ته ولوېد، موږ باید دا اړیکه پای ته ورسوو.››
د هغې په خبره:
‹‹ هغه هلک زما د پلار ملګری و، زه اوس هم ورسره اړیکه لرم او ملګري یو، خو اوس زه باوري یم، چې مور او پلار به ماته یو هندی خاوند راپیداکړي.››
۳۱ کلنې آرشي خان د خپل ځان په اړه ویلې:
‹‹زه یوه افغانه یم او کورنۍ مي په یوسفزي قوم پورې اړه لري، زما نیکه له افغانستانه مهاجر شوی، زما رېښه په افغانستان کې ده, مګر زه د هند تبعه یم.››