پر خپل ارزښت پوهېدل

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او زیاتونه: نجم الرجمن ناصري

ډېری وختونه موږ خپل ارزش د خلکو د کړو وړو په څرنګوالي او هغه بریاوو کې، چې ترلاسه کړي مو دي، ګڼو. مهمه خبره دا ده چې کېدای شي دا موضوعات بدلون وکړي. که تاسو خپل ارزښت د خلکو په کړو وړو کې ولټوئ که چیرې هغوی له تاسو سره بد چلند وکړي او ضرر در ورسوي یا تاسو ناهیلي کړي، هغه وخت به دې بې ارزښتۍ احساس کوئ.
که خپل ارزښت په خپلو لاسته‌راوړنو کې ولټوئ، لکه څومره عاید لرئ؟ څه ډول موټر لرئ؟ او یا کوم مستعار نوم مو ځانته غوره کړی. کله چې یو ستونزه پېښېږي او مخکنی مقام مو له لاسه ورکوئ، په دې حال کې تاسو هم د بې ارزښتۍ احساس کوئ.
مهمه نکته دا ده چې پوه شئ تاسو د خدای تعالی بندګان او د ځمکې پر مخ د پاک خدای خلیفه‌ګان یاست. د نړۍ خالق تاسو ته ژوند در بښلی، دا چې نور در سره څرنګه چلند کوي، په ارزښت کې مو بدلون نه راولي، دا چې په اړه مو څه وایي او یا در سره څه کوي، د تاسو د شخصیت څرنګوالی نه ښیي.
هغه تېروتنې مو چې کړې، باید د شخصیت او ارزښت د له منځه تللو لامل نشي، د ځان په سمون کار وکړئ او له خدای (ج) څخه مرسته وغواړئ چې په خپل ژوند کې بریالي شي.
کولای شئ چې غټ کور وپېرئ او یا غوره موټر ولرئ، خو دا شیان مو د ارزښت په زیاتوالي کې هېڅ ډول مرسته نه کوي. دا شیان مو یوازې بډایه کوي او د دارایي کچه مو ډېروي، خو په دننني ارزښت کې مو هېڅ ډول بدلون نه راولي.
د یوه وړوکي کور په درلودو او بې له هېڅ لقب څخه هم ارزښت لرئ، دا چې څه بوختیا لرئ، څومره عاید لرئ او یا څوک پېژنئ، ستاسو د ارزښت ښکارندویي نه کوي. دا معیارونه ظاهري او د بدلون په حال کې دي.

ستاسو ارزښت خدای (ج) په بنده‌ګي کې دی. الله (ج) ژوند در بښلی، خپل روح یې در باندې پیرزو کړی او اشرف مخلوقات یاست.
خو دښمن تل په دې زیار باسي، چې بې ارزښته مو ښکاره کړي او داسې غواړي چې:

  • اجازه ورکړئ، هغه خبرې چې نور خلک یې ستاسو په اړه کوي، په هغو د حقارت احساس وکړئ.

  • یا دا چې خپل ژوند د نورو له ژوند سره پرتله کړئ او یا هغه وخت د ځان په اړه ښه احساس ولرئ چې د هغوی مقام ته ورسېږئ.

پوه شئ داسې هېڅ کار نشته چې د هغه په ترسره کولو سره ارزښتناک شئ. پرته له دې څخه چې په صادقانه ډول د خدای بنده‌ګي وکړئ او احکام یې په خپل ژوند کې پلي کړئ.
هېڅکله به د تاسو غوندې په هېڅ ځای کې نه وي، نو خپلې اوږې شاته وباسئ پر ځان باور وکړئ او حرکت پیل کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.