ولسمشرغني: افغان ځواکونو او بنسټونو ته نور د هر موسم میوه له داخلي تولیداتو برابروو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د هيواد ولسوالانو سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ويډيو کنفرانس کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس وويل، ډېری ولسوالۍ د ويډيو کنفرانس له لارې نښلول شوې دي، ترڅو د خپلو کړنو راپور، خنډونه، ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شريکې کړي.
هغه زياته کړه:

«د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له وړاندې د ولسوالانو راپورونه ترلاسه کړي او موږ له هغوی وغوښتل چې خپل خنډونه او غوښتنې په شفاف ډول مطرح کړي، ترڅو د هغو په رڼا کې د حکومت رهبري تصميمونه ونيسي.»

د حکومتي ستراتیژۍ له مخې تګ

په دې کنفرانس کې یو شمیر ولسوالانو د نورو په استازولۍ وغږیدل.
یادو ولسوالانو کرونا ويروس په اړه د تدابيرو، اقداماتو او له هغه څخه د رامنځته شويو ګواښونو په اړه خبرې وکړې او د خپلو غوښتنو وړاندې کولو تر څنګ يې وويل:

«کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه يې د حکومت ستراتېژي مطالعه کړې او د هغې پر اساس يې د ولسي بسيج، د علماوو، مدني ټولنو او مختلفو بنسټونو د همغږۍ، عامه پوهاوي، د معلوماتي پاڼو د وېش، د قرنطين مرکزونو جوړولو، د مختلفو سيمو د دوا پاشلو او د قېمتونو د کنټرول کمېټو جوړولو په اړه اقدامات کړي دي.»

د ولسوالانو وړاندیزونه

هغوی د ولسواليو د امنيت تامين، په ولسوالیو کې د تجرید مرکزونو جوړولو، د روغتیايي ټيمونو ګمارلو، د يوه شفاف او مشخص ميکانيزم له لارې د خوراکي توکو د مرستې رسولو، په لرې پرتو ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعاليت، د امبولانسونو پېرلو، د روغتيايي تجهيزاتو زياتولو، د محافظتي وسايلو او کېټونو د ورکولو او په يادو برخو کې ولسواليو ته د زياتې پاملرنې په اړه خپلې غوښتنې بيان کړې.

له ولسوالانو سره دا ویډیوي کنفرانس پرون ترسره شوی

د خوراکي توکو کمبود سره نه مخ کیږو

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح و ويل:

«خوښ يم چې د هيواد ولسوالانو کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې په پنځو مرحلو خبرې وکړې او موږ بايد کرونا ويروس سره د مبارزې د بسيج لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړو.»

نوموړي د ولسوالانو وړاندیزونو ته په رسیدګي د ټینګار په ترڅ کې وویل، د هیواد ټولې نښلونکې لارې پرانیستې دي او خلکو ته ډاډ ورکړئ چې د خوراکي توکو کمبود سره نه مخ کېږي.
ښاغلي صالح ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، تاسو په خپلو ادارو کې د معلوماتو ګردش زیات کړئ. او ستاسو توقع باید په دولت کې د موجوده امکاناتو مطابق وي.

همکارۍ ته اړتیا

ارګ وايي، ورپسې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل، د کرونا ویروس مخنیوی په ملي کچه مطرح دی، ملي بسیج ضروري دي او حکومت په دې اړه د ټولو اقشارو او بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي دانش زیاته کړه:

«والیان او ولسوالان چې همغږي وي، پېښو ته د رسېدنې اداره او سره میاشت کولای شي اړوندو وسایطو او عراده جاتو ته د لاسرسي او ورکولو په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.»

سرچینه وايي، د سوداګریزو او اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي له خلکو سره د مرستو په موخه له خصوصي سکتور څخه په مننې وویل:

«زموږ امبولانسونه چمتو شوي او که زرنج د امبولانس په شکل برابر او په ولسوالیو کې ورڅخه استفاده وشي، هم اقتصادي تمامېږي او هم په اسانه تګ راتګ کوي.»

د نویو تشخیص مرکزونو ایجاد
په دې ویډیو کنفرانس کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، تراوسه پنځه تر شپږو لابراتوارونه ایجاد شوي دي او په پام کې ده په پکتیا او کندز کې لابراتوار او په بدخشان او بامیان کې د اغاخان انکشافي بنسټ په همکارۍ د تشخیص مرکز ایجاد کړو. هغه ټینګار وکړ چې د هیواد د ولسوالانو غوښتنې به تعقیب او عملي کړي.

له چمتووالي مننه او د اقداماتو دوام

ارګ وايي، په دې ناسته کې ولسمشر د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ولسوالانو له اقداماتو، چمتووالي او د هغوی له ډاډ څخه چې اوږه په اوږه به د روغتیا برخې کارمندانو سره هلې ځلې وکړي، مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې خپله عمومي ارزونه یې کړې او د پنځو پړاوونو په تشخیص سره کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ اقدامات ادامه لري.
جمهوررئیس وویل:

«حکومت د عامې روغتیا وزارت د برنامو بیاکتنه او پیاوړتیا ترلاس لاندې لري او په هر ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ځانګړی معاونیت ایجادېږي.»

جمهوررئيس غني څرګنده کړه، له ۲۰ څخه تر ۵۰ بسترونو پورې د کرونا ویروس د تجرید یو مرکز دې له محلي امکاناتو او موجوده تجهیزاتو څخه په استفادې په ولسوالیو کې ایجاد شي او عامې روغتیا وزارت دې د هغه د ایجاد واقعبینانه ترتیبات وارزوي.

عامې روغتیا وزیر ته واک ورکول

هغه وویل، د راتلونکو کلونو لپاره د روغتیا برنامه زموږ په لومړیتوب کې قرار لري، اما دفعتا باید د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړو او د تدارکاتو واک د عامې روغتیا وزیر ته ورکړل شو.
ولسمشر څرګنده کړه، ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او روغتیایي همکاران چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، پیاوړي کړو.
محمداشرف غني وویل:

«زموږ بل پروګرام د زیانمنېدونکو اقشار ټولنیز مصونیت او همدارنګه له هغو افرادو سره مرسته ده چې له اقتصادي پلوه د کرونا ویروس زیانمن کړي دي.»

ښاغلي غني زیاته کړه؛ تدارکات مطلق د داخلي تولیداتو په خدمت کې دي او د هر موسم مېوه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو بنسټونو لپاره له داخلي محصولاتو څخه برابرېږي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، ناامنه، لیرې پرتو او سرحدي ولسوالیو ته پاملرنه کېږي او د ولسوالانو ټول ۲۵ وړاندیزونه به د حکومت رهبرۍ غونډه کې طبقه بندي شي د هغو د حل په اړه د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې له لارې ولسوالانو ته خبر ورکول کېږي.