ولسمشرۍ ماڼۍ ولې او د څه لپاره تورنه شوه؟ د نویده خوشبو لیکنه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکواله: نويده خوشبو
څو ورځې وړاندې مې د خورشید ټلویزون په یوه سیاسي بحث کې د سیاسي چارو کار پوه وحید الله ‘غازي خېل’ خبرې خوښې نه شوې، پوښتنه یوه، او ځواب له وړاندې تمرین شوې خبرې. هغه په لوړو پوسټونو کې د مېرمنو په ګمارنې بې منطقه نیوکې کولې او ویل یې: ”د ملي دفاع وزات د مسلکي معینې په توګه له یو دیرش کلنې پېغلې به په عمر او رتبو مشر مامورین څه ډول اطاعت کوي، دا ګمارنه د فساد ښکاروندیي کوي، قذافي هم ځان په ښځو ساته، حالت یې څنګه شو؟! دغې جلۍ ته به یو جنرال او ډګروال څنګه سلامي وهي؟ او باید د تخنیکي او مسلکي برخو مشرۍ ښځو ته ونه سپارل شي، د ښځو وزارت او د سرې میاشت ریاست بسنه کوي.
غازي خېل صاحب له ډېرو کلونو پېژنم په شمشاد او بیا په طلوع نیوز کې به راسره د سیاسي بحثونو مېلمه و، استدالال به یې راته تر ډېره سم ښکاریده، خو دا څرګندونې یې له جنسیتي تبعیضه ډکې، ماشومانه او عقده يي وبرېښدې، ما ګومان نه کاوه چې غازي خېل صاحب به داسې وروسته پاتی فکر ولري. په لوړو پوستونو کې د ښځو د ګمارنې پر سر مې اندیښنې پیدا شوې، ويل مې ښايي دا ګمارنې د منفي تبلیغاتو ښه پلمه وګرځي، او همداسې شول!
دوه ورځې وروسته د همدې ټلویزون په یوې بلې سیاسي خپرونې کې یو رټل شوي داسې نجسې خبرې وکړې چې زه یې په اورېدو وشرمېدم.
د اتمر پخواني کارکوونکي او اوسني ملګري جنرال حبیب ‘احمدزي’ د عاملينو له ښودلو پرته په يو لوى آدرس تورونه ولګول.
دغو څرګندونو ډېره په تکلیف کړم، په ټولنیزو رسنیو کې د هیواد والو له غبرګونونو راته معلومه شوه، چې د هغه له څرګندونو ډېری هیواد وال په عذاب شوي دي او ډېر نور غولیدلي او شکمن شوي دي.
تاسې په جریان کې یې چې په افغانستان کې د سیاسي موخو لپاره تل د ښځو له نومه استفاده شوې ده، او له امله یې پاچاهۍ او حکومتونه نړېدلي دي. ټاکل شوېده د روان کال تلې میاشت کې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي، د ولسمشر غني او محمد حنیف اتمر انتخاباتي ټکټونه تر نورو ډېر جنجالي او مخکښ بلل کیږي، دواړه ډلې پر یو بل نیوکې کوي، کنایې او کترې وايي.
د اتمر ډلې له خوا په ولسمشر غني د زور واکي او د واک د انحصار ، د سولې د بهیر د مخالفت، تعصب، قوم پرستۍ او ګڼ شمېر نور تورونه لګول شوي دي. خو دغو تبلیغاتو چندانې ځای نه دی نیولی.
ولسمشر غني په دې ورستیو کې څو ځوانې او نوې ښځې په لوړو پوستونو مقررې کړې. ښکاره ده ولسمشر به په راتلونکو ټاکنیزو سياليو کې له دې ګمارنو د امتیاز اخېستلو په تمه وي.
خو د اتمر ډلې د طرحه شوي پلان له مخې د ولس پام بيخي بل لور ته وګرځاوه، او د غني پلان يې شنډ کړ.
منفي تبليغات څه دي او څه ډول په لار اچول کيږي؟
په عمدي ډول د ځانګړي شخص يا کار په اړه د خلکو ذهنيت خرابوالي ته منفي تبليغاتي پروسه ويل کيږي. منفي تبليغات د ټاکلي هدف د شهرت، درناوي او نيک نامي د زيانمولو په موخه له مخالف لوري طرحه کيږي. لکه څنګه چې مختلفې ټولنې مختلف ارزښتونه او حساسيتونه لري، نو د منفي تبليغاتو سوژې هم بدلې دي. دبېلګې په توګه په ځينو هيوادونو کې د مذهب پرېښودو او بدلولو اجازه شته خو د ځينو نورو هيوادونو وګړي دا اجازه نه لري. په دې اساس هغه منفي تبليغات بريالي وي چې د ټولنې د حساسيتونو په پام کې نيولو سره په لار واچول شي.

ژورنالیسته او لیکواله؛ نویده خوشبو

که په ولسمشریزو کمپاینونو کې د منفي تبليغاتو تاریخ ته وګورو نو؛ په کال 1796 کې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند الکساندر ‘هملټن’ له خوا له يوې غلامې سره د نامشروع اړيکو په لرلو د سيال نوماند ټوماس ‘جېفلسن’ له تورنېدو سر د منفي تبليغاتو لړۍ پېل شوېده ده.
تر ټولو وروستۍ او مشهوره بیلګه د همدې هېواد د 2016 کال ټاکنو کې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او هیلري ‘کلنټن’ کمپاینونه یادولی شو. دواړو ډلو د ټولنیزو رسنیو په مرسته یو بل پسې دومره منفي تبلیغات وکړل چې د امریکا په تاریخ کې يې د تر ټولو ناتوانه نوماندانو لقب خپل کړ.
ممکن د منفي تلیغاتو تیوري کله کار ورکړي خو ډېر کله يې تر ګټو، تاوان ډېر وي.
د منفي تبلیغاتو اغیزې به څه وي؟
له بده مرغه مونږ تل سترګې تړلي او غوږونه مو پرانیستي څه چې اورو هماغه منو ، فکر او سوچ پرې نه کوو، دا عادت مونږ ته په میراث راپاتې په دیني او ناموسي مسایلو احساساتي کیږو، خو په حقیقت کې نه کره دیني معلومات لرو، نه په عیب او ننګ خبر یوو، خو د نورو د دین او ناموس ساتونکي یوو.
د احمدزي او ورته نورو کسانو منفي تبليغات به ښايي سیاسي حالت کړکېچن کړي ساده ملت به د ولسمشرۍ ماڼۍ نوم اورېدو سره توبې او شکونه کوي، د طالبانو او نورو مخالفو ډلو لپاره به د جنګېدو ښه پلمه او ثبوت پیدا شي، فدایان به یې نور هم مست او لیونيان شي، د ترهګرو لپاره به په نړۍ کې افغانستان د جهاد ډګر وګرځي.
همدارنګه ځینې کورنۍ به د بدنامۍ له ویرې ښځې په کور کینوي. ځينې به په دفترونو او وزارتونو کې له کار کولو وډارې شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ هر کارکوونکی به د خلکو په سترګو کې بې حرمتي پېغورونه، شکونه او سوالونه ویني. دا سلسه د اتمر د بې کفایتې او د روابطو په اساس د ټاکل شوې بهرنۍ سلاکارې مريم ‘وردګ’ په تېښته پای ته نه رسیږي، اوس به دوې د قربانۍ او مظلومۍ رول لوبوي او دا تورونه به تر نړيوالو پلاټفارمونو ورسوي. د ټاکنيزو سياليو د ويناو ډېره برخه به په همدې راڅرخي. دا هر څه پلان شوي وو، تصادفي او د سمون لپاره نه دي.
که احمدزي واقعاً د اصلاح او د خپل ضمیر د آرامتيا لپاره دا اقدام کړی وي نو لږې واضيح خبرې به يې کړې وې. هغه د غازي خېل په څېر وايي:”تاسې کله په دفاع او کورنيو چارو وزات کې په لوړو پوستونو د ښځو ګمارل ليدلي؟ او ولسمشرۍ ماڼۍ د فحشا د ترویج لپاره کار کوي”… دا خبره څنګه تفسیروﺉ؟ یعنې ماڼۍ د بد اخلاقۍ لپاره کار کوي؟ بد اخلاقي عاموي؟ همدا خبره په دې ډول هم کېده چې: ځینې اشخاص له خپلو رتبو په ګټې اخیستنې سره ځیني کسان مقرر کړي یا تر پارلمانه يې رسولي دي.
یوازې ښځینه وکیلانې یا چارواکې خو به د روابطو له طریقه نه وي تللې! نرینه به هم تللي وي نو ولې یوازې ښځې هدف وګرځېدې؟ په عمومي ډول ولې دا موضوع مطرح شوه؟ عاملين ولې ياد او مشخص نه شول؟ کله چې د تلويزون له طريقه تورونه لګول لکيږي نو؛ د تورنو نومونه ولې نه اخیستل کیږي؟ ولې د کامرې او مایک په وړاندې اسناد نه وړاندې کوي؟ که په څیړنیز پلاوي باوري دي نو دا رسوايي څه لپاره وه؟
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یو تاریخي او لرغونې نوم دی، یو کس یا یوې ډلې پورې اړه نه لري، زمونږ د وقار، اعظمت، بریا، قربانۍ، وینو او اوښکو ژوندی سمبول دی، دا ودانۍ په خپلې پراخه سینه کې ډېر رازونه او کیسې لري. د بد اخلاقۍ په تورونو یې دیوالونه مه لړزوﺉ!
د ولس باور له حساسيت پارولو، بهتان او تهمتونو نه خپلیږي، په کار ده چې هره ټاکنیزه ډله په خپلو کمپاینونو کې نوښتونه را ولي، د نورو د تخریب پر ځای د خپلې ډلې د پیاوړتیا په فکر اوسي. خپل پلانونه، او د پلانونو د عملي کېدو په لاروـ چارو دې غور وکړي، له مشروع لارو دې د ولس باور خپل کړي. د مثبت بدلون په فکر دې و اوسي. په ریښتینولي دې بارومند و اوسي او له صداقت سره دې خپلې چارې سمبال کړي. د نورو په تربورانو او خپلوانو دې ملا نه تړي، هغه چې د خپلو نه شي د پردو به څه شي؟ داسې دسیسې هیڅکله بریالۍ شوي نه دي، تور او سپین له ورایه ښکاري داسې نه شي چې منفي تبليغاتي ډله په خپلو لومو کې راګېره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.