
جوفرا ارچر چې تازه د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی په شل اوریزه لوبه کې یې د پاکستان د توپ وهنې بنسټیزې خښتې ونړولې او د دوی د توپ وهنې د ملګرتیا دیوال یې هسکېدو ته پرېنښود.
ارچر په نړیوالو لیګونو کې خورا مثبت الراونډر تمام شوی، د انګلستاني لوبډلمشر ایئن مورګن زړه پرې اوبه څښلې وې او د پاکستان خلاف سیریز ته یې راوغوښت.
مورګن د نړیوال جام لپاره د انګلستان د نوملړ یا سکواډ څخه وړاندې ویلي و، چې جوفرا ارچر به په لوبډله کې د پاکستان خلاف لوبوي او که مثبت و، نړیوال جام لپاره یې هم لوبډله کې شاملوي.
مورګن خو وار له مخه ډاډه و، چې ۲۳ کلن جوفرا ارچر به د پاکستان ملا ماتوي او د انګلستان لپاره به له لاسته راوړنو ډکه لوبه کوي؛ خو هغه د خپل انګلیسي غرور په وجه ټیټه نه ویله او په لوړو پوړیو کې غږېده.
جوفرا ارچر لومړی د پاکستان خلاف یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې خپله ازموینه ورکړه او په دې ازموینه کې د انګلستاني کرکټ بورډ څخه سل په سلو کې نومرې ترلاسه کړې، د مورګن ترڅنګ یې د انګلستاني کرکټ لوبډلې د روزونکي زړونه هم لاسته راوړل.
د پاکستان پر وړاندې د جوفرا ارچر خطرناکه توپ اچونه
په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې جوفر ارچر تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه، په ۷ اعشاریه ۲۵ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه او ۲ وېکټې یې واخېستې.
ارچر لومړی امام الحق په ۷ منډو پاویلیئن ته ولېږه او ورپسې یې حارث سُهیل په ۵۰ منډو رخصت کړ.
د ښې توپ اچوونکو ترڅنګ ارچر خطرناک او غوره ډګر ساتونکی هم دی، هغه د نړۍ لومړی نمبر توپ وهونکی بابراعظم په ۶۵ منډو د رن اوټ ښکار کړ، دایرېکټ هېټ په وېکټ وکړ او بابر اعظم یې نهیلی کړ.
د دې درې وېکټو په غورځولو سره د پاکستان د توپ وهنې ملا ماته شوه او تر ۱۷۳منډو پاکستانۍ لوبډله محدوده شوه.
انګلستان دا شل اوریزه لوبه په ۷ وېکټو وګټله.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه او د ارچر بله کارنامه
ارچر په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له کرېس ووکس سره اټېک پیل کړ، ده په څلورو اورونو کې دوه اورونه مېډن کړل، ۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی فخر زمان یې د کېچ ښکار کړ.
کله چې مورګن د ده توپ اچونه کتله؛ نو په څېره یې خوښي خپره وه او مُسکا یې نه کنټرولېدونکې وه.
دا لوبه باران بې پایلې کړه او پاکستاني توپ وهونکي د ارچر د نورو ۶ اورونو له ۳۶ توپونو سره مخ نه شول او باران خلاص کړل.
که ارچر پوره اورونه کړي وای؛ ښایي نیمه پاکستانۍ لوبډله یې لړزولې وای.
د ارچر او ملېنګا یارکرې
د ارچر او ملېنګا یارکر توپونو کې هم د ځمکې او اسمان توپیر شته، ارچر کابو ۱۵۵ سرعت توپ اچونه هم کولای شي او ځوان لوبغاړی دی، د ده یارکر لاین خورا خطرناک وي او پاکستاني لوبغاړي یې خورا مایوس کړي وو.
ملېنګا د ۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیو کې یارکر توپونه کول؛ خو پاکستاني عمر اکمل خورا ښه لوبول او پولې یې پرې راوستې.
نو اوسمهال وخت کې د ارچر یارکر توپ له ملېنګا ښه دی او د مېچل سټارک له یارکر سره ټکر وهي.