هندوستان ټایمز د مؤثقو او باوري سرچینو او اسنادو پر بنیاد د عرب بوډا شیخانو په اړه لیکي، چې د هندوستان په حیدراباد کې مسلمانې نجونې د خپلې جنسي غریضې د مړولو لپاره په لکونو پیسو پیري او وروسته يې بیا یا پریږدي او یا يې هم په بل کس خرڅوي.
کیسه د د ۱۸ کلنې ریحانې څخه پیلیږي. ریحانه، چې د حیدراباد د زوړ ښار په نشمان ننګر سیمه کې اوسیږي، د حیدراباد د کم عمره ناوکیو څخه یوه ده.
هغه د څلورو خویندو مشره خور ده. پلار يې سراج الدین احمد نومیږي؛ الټو موټر چلوي.
ریحانه ۱۴ کلنه وه، چې پلار يې د یو لمن پیسو په مقابل کې د دوبۍ ۵۵ کلن عرب شیخ ته په ۲۰۰۴ کال کې په نکاح ورکړه.
د ریحانې او ۵۵ کلن بوډا شیخ د واده مراسم ساده وه او په ممبيي کې په یو هوټل کې ترسره شوه.
میاشت وروسته عرب شیخ ۱۴ کلنه ریحانه د ممبيي د اورګاډي په یو تم ځای کې تنها پریښوده او په خپله مخه لاړ.
ریحانه، چې له عرب شیخ څخه يې حمل اخیستی و، بیرته خپل کور ته راستنه شوه. خو کیسه بدل نه شوه؛ پلار يې د بل سوداګر په لټه کې شو. ریحانې خپل ماشوم ضایع کړ او څو میاشتې وروسته يې مور او پلار په یو بل ۷۰ کلن عرب شیخ خرڅه کړه. دا شیخ دا ځل له قطر هیواد څخه و او ریحانه يې د زیاتو پیسو په مقابل کې په نکاح کړه.
دا ځل نو کیسه له مخکې هم بوږنونکې وه. اویا ۷۰ کلن بوډا شیخ ریحانه ځان سره قطر ته بوتله او له څو میاشتې سات تیرۍ وروسته يې، په بل بوډا شیخ ورخرڅه کړه.
په څلورو کلونو کې، ریحانه په څوارلسو (۱۴) نورو عرب شیخانو خرڅه شوه.
د ریحانې کیسه د حیدراباد د مسلمانو نجونو لومړۍ او وروستۍ کیسه نه ده؛ دغلته د تیرو څلورو لسیزو راهیسې د عرب شیخانو دا سوداګري ښه ګرمه روانه ده او په زرګونو تنکۍ پیغلې يې د خپلې جنسي عریضې د اشباع لپاره پیرلي او بیا يې پریښې دي.
اما دا قضیې ډیر کله له رسنیو او محاکمو پټې پاتې کیږي؛ ځکه قربانې شوې نجونې په دې اړه د شکایت ثبتول د ځان او کورنۍ لپاره شرم بولي.
شاهین غیری دولتي موسسه:
تازه ددې سناریو د بدلولو هڅې پیل شوي دي. په حیدراباد کې د شاهین په نوم یوې غیری دولتي موسسې ددې کار د مخنیوي لپاره مټې بډوهلي او پتیلې يې ده، چې په بوډا سرمایه داره عرب شیخانو به د تنکیو مسلمانو پیغلو پلورول ودروي.
د شاهین غیری دولتي موسسې مشرې جمیله نشات ویلي، چې په دې اړه يې د مالوماتو راټول پیل کړي او یواځې يې په تیر یوه کال کې تر ۱۰۰ ډیرې ورته قضیې ثبت کړي دي. د نوموړې په باور، چې ډير دا ډول معاملې ددوې له سترګو پټې کیږي، او باور دادی، چې ددې قضیو شمیر څو چنده زیات دی.
پولیس:
بل پلو سیمه کې د پولیسو مشر وايي، چې دوې ته له ۲۰۱۰ کال څخه راورسته تر اوسه یواځې ۹ دا ډول قضیې ورغلي، چې دوې سره ثبت شوي دي.
د پولیسو مشر وايي، چې دوې له ځينو غیری دولتي سازمانونو او تبلیغاتي ارګانونو غوښتي، چې ددې ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره په غریبو مسلمانو کورنیو کې تبلیغ وکړي او هغوې وپوهوي.
له دې سربیره، دوې په سیمه کې هغه دلالان او معامله ګر نیسي، چې غرب شیخان د سیمې له خلکو سره په اړیکه کې ساتي.
د پولیسو مشر زیاتوي، چې دوې به هغه قاضي او ملا هم ونیسي، چې دغرب شیخ او مسلمانې کم عمره جینۍ نکاح وتړي.
د پولیسو دې مشر وړاندې وویل، چې د سیپتمبر په ۲۰ يې اته (۸) عرب شیخان، چې د قطر هیواد اوسدونکي وه، د ممبیي یو قاضي، څو دلالان او د هوټل مالک د ورته قضیو سره په تړاو نیولي دي. یوه اوونۍ وروسته، پولیسو د حیداراباد مشر قاضي، چې په دې قضیو کې په پوره مانا دخیل و، هم ونیوه.
د حیدراباد مسلمانې نجونې:
د حیدراباد مسلمانې نجوني نیسبت د هندوستان د نورو سیمو نجونو ته ښایسته او په فزیکي لحاظ جوړې دي. دوې سل سلنه باکره وي؛ او عرب شیخان په هغه باکره نجونو پسې ګرځي، چې عمرونه يې له ۱۲ ـ ۱۴ کلونو وي.
دا شیخان د منځني ختیځ له هیوادونو څخه هند ته لومړی په سیاحتي ویزه راځي، او بیا په حیدراباد کې د دلالانو په مرسته ځان د بیچاره مسلمانانو تر کورونو رسوي.
دوې د جینۍ کورنۍ ته له ۵۰ زرو ته ۵۰۰ زرو پورې هندي پیسې ورکوي او جینۍ ته جامې او لږه ډیره طلا هم اخلي.
د پیسو په ګټه کې، قاضي او دلالان هم خپله برخه لري.
د وسیمې کیسه:
وسیمه چې اوس ۲۷ کلنه ده، په ۱۲ کلنۍ کې يې پلار د دوبۍ په ۷۰ کلن شیخ خرڅه کړه. وسیمه وايي:
((زه په نکاح نه پوهیدم؛ جنسي خواهش مې نه پیژنده. خو یوه اوونۍ عرب شیخ راسره همبستره شو. او زه حامله شوم. له دې وروسته شیخ دوبۍ ته لاړ او بیا مې تر نن ورځې ونه لیده. ما هغه ماشوم وزیږوه. جلۍ ده. زه اوس د ژوند له سختو کړاونو او دردونکو شیبو څخه تیریږم.))
د فاطمې کیسه:
فاطمه ۱۸ کلنه وه، چې ناسکه پلار يې د عمان یو ۷۵ کلن شیخ ته په ۲۰۱۱ کال کې په نکاح ورکړه.
فاطمه وايي:
((زموږ له سیمې لرې، عرب شیخ راسره دوه میاشتې تیرې کړې. هره ورځ يې د سیکس (کوروالي) لپاره مجبورولم. کله مې چې حمل واخیست، بوډا شیخ د واده ټولې رسمي پاڼې له ځان سره واخیستې او پټ له کوره وتښتیده. یوه ورځ يې له خپل هیواده (عمان) څخه راته په ټیلفون طلاق راکړ.))
په سیمه کې د شاهین په نوم دې غیرې دولتي موسسې چې مشري يې جمیله کوي، د نجونو د تعلیم او کورنیو د پوهولو لپاره مټې بډوهلي.
پولیس بیا په سیمه کې د عرب شیخانو او مسلمانو کورنیو ترمینځ ددې تجارت په معامله ګرو او دلالانو پسې ګرځي. دوې هغه ملایان او قاضیان هم نیسي، چې د بوډا شیخانو او تنکیو مسلمانو پیغلو نکاح تړي.
عرب شیخان چې د تیلو او نفتو په پیسو مست دي، د حیدراباد د زیاتو مسلمانو نجونو ژوند يې تباه کړی دی.