ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
له کومو لارو تاسو د میني احساس کوئ او څنګه د نورو ستاینه و قدرداني کوئ؟ که چېري تاسي د خپلي ميني د لومړنۍ ژبي څخه خبر نه یاست کولای سئ چي هغه کشف کړئ.
یو له بله په مینه و محبت سره خبري کول په موږ کي دا احساس رامنځ ته کوي چي یو د بل سره مينه لرو، یو د بل څخه مراقبت و څارنه کوو او یو و بل درک کوو – او همدا احساس زموږ د پیاوړ عاطفي اړیکو د ایجادېدو سبب کېږي. د هغه کس د میني پر ژبه باندي له پوهېدو پرته چي مينه ورسره لرو نه سو کولای چي د هغه/هغې سره پیاوړي او عاطفي اړیکي جوړي وساتو. شونې ده چي د ارتباط یا اړیکي د ایجاد له پاره زیاتي هلي ځلي وکړو خو په حقیقت کي سم لوری نه دئ تعقیب کړی. زموږ څخه د هر يوه اصلي ژبه د میني و محبت له پنځو ژبو څخه يوه ده. موږ په دې ژبه سره کولای سو چي خپل احساسات په ښه ډول څرګند کړو.
له کومو لارو کولای سئ چي د خپلي ميني لومړنۍ د عشق ژبه تشخيص کړئ؟
که د ځان د ميني له لومړنۍ ژبي خبرتيا یا آګاهي نه لرئ کولای سئ له لاندينیو لارو د خپلي میني ژبي کشف کړئ:
۱ـ خپل رفتار تر مشاهدې لاندي ونیسئ
عموماً تاسي له کومو لارو د عشق و میني احساس کوئ او څنګه له نورو قدرداني کوئ؟ که همېشه د نورو د تشويق و ترغیب په موخه له تایید آمیزو کلماتو کار اخلئ، دا احتمال سته چي ستاسي د میني اصلي ژبه تائیدوونکي کلمات وي. کله چي د خپلي خوښي وړ کسان په غېږه کي د نيولو علاقه لرئ، هغوی ته ناز یا مساژ ورکړئ. که همېشه، هغه که په خاصو یا عامو ځایو کي وي – نورو ته تحفه ورکوئ، احتمال سته چي ستاسي د میني ژبه د تحفې یا هدیې ترلاسه کول وي. که تاسي د غرمنۍ یا ماښامنۍ له پاره افراد خپل مېلمستون ته را بولئ او د هغوی مېلمه نوازي کوئ ( د ښه وخت تېرول) که د نورو له توقع پرته د هغوی خدمت کوئ احتمالاً ستاسي د میني لومړنۍ ژبه خدمت کول دي.
۲ـ پام وکړئ چي تاسي له نورو څه غوښتني لرئ
په دوهم قدم کي وګورئ چي له نورو کومي غوښتني لرئ. مثلاً شونې له خپلو دوستانو وغواړئ چي په کارونو کي مو مرسته وکړي( خدمت رسول). زموږ غوښتني زموږ د عاطفي اړتیاوو ښکارندوی دي.
۳ـ خپلو ګيلو مانو ته مو متوجه سئ!
د خپلو شکایتونو بیانول په حقیقت کي د هغو اړتیاوو بيانول دي چي ستاسي په ذهن کي راټولي سوي دي. که شکایت کوئ چي نور هیله لري تاسي ورته هر کار وکړئ، خو هغوی ستاسو له پاره هیڅ کار نه کوي احتمالاً ستاسي د میني اصلي ژبه خدمت کول دي. زموږ شکایتونه زموږ د عمیقو عاطفي اړتیاوو ښکارندوی دي چي صرفنظر سوي دي.
که تاسي ته دوې ژبي یوشان اهمیت لري، نو احتمالاً تاسي دوه ژبنی کس ياست او په دې صورت کي ستاسي پر عاطفي اړتیاوو پوهېدل به د نورو له پاره آسان تره وي. هغوی کولای سي چي د دوو ژبو له میانه یوه انتخاب کړي او په هري یوې سره چي کولای سی قوي اړیکي رامنځ ته کړي.
څنګه کولای سو چي د نورو د میني ژبه کشف کړو؟
مئین یا عاشق اوسېدل دوه د دوه طرفه جادې په شان دي. په دې جاده کي تاسي یوازي مینه نه ترلاسه کوئ بلکي دا داسي ځای دئ چي باید مينه هم ورکړئ. نازونو، شکایتونو او تقاضاوو ته ئې پوره پاملرنه وکړئ.
په لومړۍ مرحله کي وګورئ چي خبرې (خبري ئې) پر کومي موضوع راګرځي. مثلاً که ستاسي همکار همېشه له تاسو قدرداني و تشکري کوي احتمالاً د هغه د میني و عشق ژبه تائیدوونکي کلمات دي.
په دوهمه مرحله کي وګورئ چي نور زیات له کومو څیزونو خوښ دي. مثلاً کله چي ستاسي مور وايي چي دا ځای ئې څومره را جمع کړم؟ شونې ده د هغې د ميني ژبه خدمات عرضه کول وي. په درېیمه مرحله کي د خپلو شاوخوا کسانو ډېرو تمه لرونکو تقاضاوو ته دقت وکړئ. که ستاسي همکاران وغواړي چي کله تاسي کنفرانس ته ولاړاست د هغوی له پاره له بازاره لږه غذا راوړئ، دا غوښتنه ئې د هدیې یا تحفې ترلاسه کول دي.
۴ـ له هغوی خپله وپوښتئ!
د افرادو د میني پر لومړنۍ ژبو د پوهېدو یوه له خورا جالبو و په زړه پوریو لارو څخه، پوښتنه کول دي. هرکله چي غواړئ پوه سئ دا چي د نورو په دماغو کي چشي ور ګرځي کولای سئ له هغوی ئې خپله وپوښتئ.
۵ـ تجربه ئې کړئ
په ازمویلو سره هم کولای سئ چي د یو چا د عشق پر ژبه پوه سئ. له ټولو پورته ذکر سوو پنځو ژبو کار واخلئ او وګورئ چي جواب څه ډول دئ.