ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
مڼه یوه خوندوره مېوه ده او د زړه د فعالیتونو په پیاوړي کولو کې ډېره مرسته کوي. د مڼه او د مڼې پوستکی بدن ته ډېره زیاته ګټه لري، خو د مڼې دانې او یا خستکې (تخمونه) بدن ته ډېر زیان لري، ان تر دې چې انسان د مړینې له خطر سره هم مخ کولای شي.
د دې لیکنې موضوع مو په همدې هکله غوره کړې ده، موږ غواړو د مڼې د خستکو یا تخمونو د زیانونو په اړه تاسو ته مالومات درکړو.
مڼه په منځني ډول ۲۰ دانې لري او که یو انسان لږ تر لږه ۱۰۰ ګرامه مڼې چې اووه دانې مڼې کېږي، وخوري، نو د خستکو یا تخمونو یا تخمونو شمېر یې ۱۵۰ ته رسېږي. د مڼو د خستکو یا تخمونو دغه اندازه خوراک انسان له ناڅاپي مسموميت سره مخ کوي او د مرګ پولې ته یې رسوي.
د مڼو په خستکو یا تخمونو کې د سیانېډ Cyanide یا سیانور په نامه مسموم کوونکې ماده شته چې ډېره زیان رسوونکې ده او د انسان د مرګ لامل کېدای شي، د سیانېډ د زیانونو له ډلې څخه کولای شو د سر درد، کانګو، د معدې درد، ګنګسیت، د بدن د غړو فلجېدل، د زړه او سږو ناروغۍ او بدني کمزورتیا یادونه وکړو.
که څه هم روغتیاپالان د زړه ناروغانو او داسې ډېرو نورو ناروغانو ته د مڼې دوامداره خوړل توصیه کوي، خو په هېڅ ډول باید د مڼو دانې یا تخمونه ونه خوړل شي.
د سیانېډ ترڅنګ د مڼې خستکې او تخمونه د امیګدالین په نامه یو بل ډول کیمیاوي مواد لري چې د انسان روغتیا له ستونزو سره مخ کوي، خو هېر مو نه شي چې نه یوازې د مڼې خستکې، بلکې د بادام، زردالو، شفتالو او د ګیلاس خستکې هم د امیګدالین مواد لري او روغتیا ته ډېر زیان رسوي.
خو که چیرې د مڼې دانه ونه ژوول شي او په روغ ډول ګېډې ته ورسېږي، نو امیګدالین بدن ته هېڅ ډول زیان نه شي رسولای.
څېړنونکي وایې چې ۴۱ تر ۲۸۶ میلي ګرامه سیانېډ کولای شي یو بالغ کس چې ۸۱ کیلو وزن ولري له منځه یوسي. امیندواره میندې، ماشومان، د سرطان ناروغان، بوډاګان او هغه کسان چې بدن یې کمزوری وي هېڅکله باید د مڼې دانې و نه خوري، له ۰.۲ تر ۱.۶ ګرامه پورې سیانيډ خوړل کولای شي د انسان د مسموميت او یا هم د ناڅاپه مړینې لامل شي.
ډېری خلک داسې ګمان کوي چې د سیانېډ لږه کچه خوړل روغتیا ته ډېره ګټه لري، خو دا فکر په بشپړه توګه ناسم دی او که چېرې غواړئ د یو ځل لپاره هم دغه کار و ازمايئ دا ازمایښت به ستاسو د ژوند په بیه تمام شي.
په وروستیو کرښو کې باید یادونه وکړو که چېرې مو په تېروتنې سره د مڼې څو دانې خوړلې وي اندیښنه مه کوئ خو وروسته له نن څخه هر کله مو چې مڼه خوړله نو د مڼې خستکو یا تخمونو ته ډېر پام و کړئ. غوره دا ده چې د مڼې تر خوړلو وړاندې لومړی د مڼې خستکې ور څخه وباسئ او وروسته په ډېر ارامه او خوند وخورئ.