ژباړه: مریم شریفي
هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نور د سرطان ضد خاصیت لري. د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګ لرونکي خالونه په بدن کې د سرطان مخه نیسي.
دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګ لرونکي خالونه لري؛ لکه ګازرې، لبلبو، سره بانجان او نور دا ټول د سرطان ضد ځانګړنې لري. دغه راز هغه مېوې یا نور سابه چې د شنه رنګ لرونکي خالونه لري او د کلروفیل شتون په کې له ورایه څرګندېږي، هم د سرطان مخنیوی کوي.
دوی د مڼې د پوست د ګټو په اړه وایي، د مڼې پوست په وینه کې د کلسټرول کچه کنټرولوې چې تر ډېره د وزن د زیاتوالي مخه هم نیسي. دوی همدا راز وایي مڼه کولی شي د ماشوم وده ګړندۍ کړي. د لویانو لپاره یې بله ګټه دا ده چې که مڼه له پوستکي سره وخوړل شي د غاښونو له پاکوالي سره هم مرسته کوي.
مڼه د مغذي مېوو په ډله کې راځي چې په رګونو کې په اسانۍ سره د وینې تلو او راتلو ته لاره هواروي. که مڼه په دوامدار ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښکلا سره مرسته کوي. مڼه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.
همدا راز که غواړئ ښکلي وېښتان ولرئ، په ورځني ډول د مڼې خوړل له یاده مه باسئ. د ورځې د یوې دانې مڼې خوړل انسان ته د خوښۍ احساس وربښي او خوشاله یې ساتي. مڼه په بشپړه پیمانه د (PP، B2، B1، A، اوC ) ویټامینونه لري.
قندونه یې په ځانګړي ډول ګلوکوز او سلولوز دي، سربېره پر دې معدني مالګې، لکه فاسفورس، کلسیم، مګنیزیم، پوتاشیم او نور په خپل ترکیب کې لري. مڼه بشپړ خواړه دي، ویټامینونه یې د بدن اړتیا پوره کوي. که مڼه په ونه کې ښه پخه شي، نو خوشالوونکې، زړه او اعصاب قوي کوونکې مېوه ده. د هاضمې جهاز هم پیاوړی کوي او په اروایي توګه انسان ډاډمن کوي. مڼه د بدن پر روغتیا او د پوستکي ښکلا او تازه ساتلو کې ډېر رول لري. د ینې د ناروغیو د نقرص، روماتيزم او ډیابت د ناروغانو لپاره ښه مېوه ده.
څرنګه چې د مڼې سلولوز له نورو مېوه جاتو څخه لږ دی، نو ځکه یې د نورو په پرتله جذب او هضم اسان دی. یو انګلیسي متل دی چې وایي: که په ورځ کې یوه مڼه وخورئ، نو هېڅکله به ډاکټر ته ورنه شئ.
د یادونې وړ ده چې په مڼه کې شته ویټامینونه د هغې په پوستکي کې ډېر دي، هغه کسان چې کولای شي د مڼې پوستکی هضم کړي، نو غوره ده چې له پوستکي سره یې وخوري، که چېرې غواړئ چې پوستکی یې لرې کړئ، نو غوره ده چې ډېر نازک یې لرې کړئ .