کرکیټ؛ د افغانستان غوره لیګ یا APL د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APL به د دوهم ځل لپاره پیل سي.
د کرکیټ بورډ لخوا په خپاره سوي، خبر کي راغلي چي دا لیګ به د روان عیسوي کال د اکتوبر په میاشت کي پیل سي.
په خبر کي راغلي چي په لیګ کي به د مخکي په څېر پنځه لوبډلي او ترمنځ به یې ۲۴ لوبي وي، خو د ځای په اړه یې معلومات نه دي وړاندي کړي.
کرکیټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د دوهم ځل د ترسره کولو لپاره هند انتخاب کړی وو، خو څه موده مخکي هند ددې لیګ د کوربتوب څخه ډډه وکړه.
403c69c962172f9c451d00d6af43668f کرکیټ؛ د افغانستان غوره لیګ یا APL د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي.
د افغان کرکیټ غوره لیګ لومړی فصل په عربي اماراتو کي ترسره سو.
په یاد لیګ کي د کابل، کندهار، ننګرهار، مزار او پکتیا لوبډلي شاملي وې.
ددې لیګ لومړۍ اتلولي هم د محمدنبي په لوبډلمشرۍ د مزاري لوبډلي د راشدخان په لوبډلمشرۍ د پکتیا د لوبډلي څخه وګټل.
مخکنی لومړی لیګ په عربي اماراتو کي په ښه ډول ترسره سو، چي په زیات شمېر نړیوالو مشهورو لوبغاړو هم برخه پکښي واخیستل.
b2a765039329ffb5c9776d8bce39fe42 کرکیټ؛ د افغانستان غوره لیګ یا APL د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي.
په تېر لومړي لیګ کي افغان تماشاچیان هم په زیاته اندازه وه او د یاد لیګ پر مهال یې زیاتي خوښۍ څرګندولې.
د یادوني وړ ده، چي څو ورځي وړاندي کرکیټ بورډ په هیواد کي د شپږیزي کرکیټ شل اوریز لیګ د بیا پیلېدو خبر هم ورکړی وو.
کرکیټ بورډ ویلي وه، چي ددې لیګ شپږم فصل به د شپږو لوبډلو ترمنځ د روان کال د اګسټ په میاشت کي پیل سي.