ژباړه: نجم الرحمن ناصري
هغه بریالي کسان چې په ژوند کې یې ډېر څه لاسته رواوړي، یوازینۍ ځانګړنه یې اوږدمهاله فکر درلودل دي. یا په بله وینا، بریالي کسان هغه څوک دي چې اوږده افکار لري، هغوی تر هغه ځای کولای شي خپله راتلونکي وویني او تصمیم ونیسي، تر کومه چې دوی غواړي، په هغه شخصیت بدل شي او څه لاسته راوړي. وروسته حال زمانې ته راځي او هغه کارونه مشخص کوي چې دوی د خپلې خوښې راتلونکې د لاستهراوړلو لپاره هغه وکړي یا ونه کړي.
اوږدمهاله لیدلوری په دنده، واده، اړیکو، پیسې او فردي هدایت کې هم کارول کېږي. بریالي کسان ځان ډاډه کوي هغه کارونه چې دوی په لنډمهال کې سرته رسوي، دوی خپلو اوږدمهاله هیلو ته رسولی شي او یو شان دي. هغوی تل له خپلې پیاوړتیا څخه ګټه پورته کوي.
شاید په اوږدمهاله افکارو کې تر ټول مهمه کلمه د قرباني کلمه وي. پیاوړي کسان دا قدرت لري چې په ټول ژوند کې خپلې ټولي غټې واوړي. لنډمهاله غوښتنې قرباني کړي، چې په اوږدمهاله کې لوړ او غټ پاداش لاسته راوړي.
د قرباني کولو میل یا رغبت په هغو کسانو کې وینئ چې د دې پر ځای چې له خلکو سره خپل وخت په لوبو او معاشرت تېر کړي، ورځې او حتا کلونه په مطالعه، چمتو کېدو او د خپلو مهارتونو په ډېرولو او پیاوړي کولو تېروي، چې په یوه ښه شخصیت بدل شي او په راتلونکي کې ښه ژوند ولري.
لانګ فلو لیکي:
“هغه قُلعې چې بریالیو انسانو فتح او ساتلي، هېڅکله په یو دمي صعود لاسته نه دي راغلي، بلکې د شپې له خوا هغه وخت چې ملګري او هم نوعان یې په خوب ویده ول، دوی په ډېر زحمت پورته تلل او ځان یې ورساوه.“
د یوې فوق العاده راتلونکې جوړل د تاسو پیاوړتیا پورې اړه لري چې څرنګه په لنډ مهال کې کار وکړئ او ځان اړ باسئ، مخکې له دې چې د تفریح او آسانه کارونو خوا ته ورشئ، هغه کارونه چې له مخې مو دي، سرته ورسوئ.
اوږدمهاله فکر کول، یو داسې مهارت دی چې د وخت په تېرېدو توسعه کوي. څومره چې په دې مهارت کې ښه شئ ورځ په ورځ به، په دقیق ډول فکر کولی شئ، چې اوسني کارونه مو په راتلونکې کې په ژوند څه اغېز درلودلای شي. دا د مخکښو متفکرانو یوه ځانګړنه ده.