دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د مشهورو څېرو په اړه یوه خبره دا ده، چې خاورې هم ورته سره  زر ګرځي.
دلیل یې د دوی له نومونو او څېرو سره د خلکو زیاته مینه ښودل شوې.
دلته به هغه مشهورې نړیوالې څېرې در وپېژنو، چې په انځورګرۍ كې هم د خاص هنر لرونکي دي او دغه هنر یې د شهرت له  کبله نور هم د پام وړ شوی.
لوسي لیو
لوسی لیو دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
لوسي په فلمونو کې خاص نوم لري، خو ترڅنګ یې د انځورګرۍ د هنر خاص نوم هم دی.
دا مشهوره لوبغاړې د دې لپاره، چې د نقاشۍ هنر یې د فلمي هنر شهرت اغېزمن نه کړي او دواړه هنرونه یې سره جلا پاتې شي، کلونه ـ کلونه یې د خپلې هرې شپې په خوارۍ جوړې شوې نقاشۍ په مستعارو نومونو د هنر مینه والو ته وړاندې کړي.
د لوسي د نقاشۍ مستعار نوم یو لینگ و.
هغې ډېره موده پس خپل مستعار نوم افشا او د یوه نندارتون په جوړولو سره په ډاګه کړه، چې پياوړې انځورګره هم ده.
دنیس هاپر
دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
د هالیووډ سینما دا افسانوي لوبغاړی هم مخکښ انځورګر یا نقاش دی.
جالبه دا ده، چې دا مشهور لوبغاړی په نقاشۍ کې د اندی وارول او نورو لویو انځورګرانو شاګرد پاتې شوی.
دیوید بویی
ead47d36e50510c345eb86a3568f763f XL دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
د راک موسیقۍ دغه مشهور نوم اصلاً د هنر او طراحۍ د برخې محصل پاتې شوی او مسلکي زده کړې یې په دغه برخه کې کړي.
نوموړي د سور ریالیزم د سبک پیروي کړي، ځکه خو یې نقاشۍ خورا په زړه پورې وې او په لوړه بیه خرڅې شوي.
جانی دپ
حقیقت جالب و جنجالی درباره جانی دپ دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
د هالیووډ دا مشهور لوبغاړی مشهور نقاش هم دی.
ده د ګڼو هغو نړیوالو څېرو څېرې رسامي کړې، چې د ده زیات خوښیدل.
د نوموړي نقاشۍ د ژورو مفاهیمو لرونکي دي.
جونی میچل
جونی میچل دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
د دغه مشهور سندرغاړي نوم په مهمو نقاشو کې هم یادیږي.
ده د خپلو زیاتو البومونو لپاره خپله رسامي کړې، چې مینه وال یې نور هم ورسره زیات شوي.
دی په ۱۹ کلنۍ کې د هنري زده کړو له ښوونځي وویستل شو، خو وروسته یې ثابته کړه چې هنر او موسیقي یې په خټه کې اخګل شوې او غوره نقاش هم دی.
جیم کری
2591239 دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
دا مشهور طناز اداکار هم د پام وړ نقاشۍ لري.
د ده د اثارو نندارتون په مختلفو ځایونو کې جوړ شوی، چې زیات استقبال ترې شوی.
جانی کش
download دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
دا مست سندرغاړی هم مشهور نقاش و.
هغه د فقر او انساني مصیبتونو خلاف د اعتراض په دود تل تورې جامې اغوستې او د ژوند ترپایه یې نقاشي وکړه.
د ده سندرو هم زیات مینه وال لرل.
باب دیلن
91914220 f6c6be0d 307b 4b84 b089 f499c9bb0ed8 دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
دغه مشهور ترانه جوړونکی، چې د ادبیاتو د نوبل جایزه یې هم ګټلې، د نقاشۍ له هنره هم برخمن و.
هغه د امپرسیونیسم په سبک کې نقاشي کوله.
د نوموړي د نقاشۍ د اثارو ۳ کتابونه چاپ شوي.
استیوی نیکس
چلسیهندلر دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
دا مشهور سندرغاړی نقاش هم و، هغه نقاشۍ ته د خپل دوست استیوی په هڅونه مخه کړې وه.
د هغه دغه دوست د وینې سرطان له پښو وغورځوه.
نقاش سندرغاړي خپل ټولې تابلوګانې د هغه اروا ته ډالۍ کړې او تل یې د دغه احسان یادونه کوله.
مایکل جکسون
دا مشهورې څېرې په انځورګرۍ کې هم چا ته کمه نه وایي!
د پاپ موسیقۍ دغه پاچا هم ښه نقاش و.
د جکسون هغه نقاشي، چې د چارلي چاپلین له تصویر څخه و، خورا د پام وړ و.
پر دې نقاشۍ ۹ کاله کار شوی و.