د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا؛ دا څه ډول بوټی دی او څه لپاره کارول کیږي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
یاران uncategorized 889 د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا؛ دا څه ډول بوټی دی او څه لپاره کارول کیږي؟
د کرنې وزارت د ښاغلي الکو له قوله ویلي چې په همدې موخه ددې ولایت د بولان په فارم کې په یو جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوې وه او پرې څېړنې وشوې.
په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې ۳۰۰ جریبه انجه کرلې ده. دمګړۍ د یادو کروندو د انجې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
کرنې وزارت ویلي؛ لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
یاران uncategorized 890 د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا؛ دا څه ډول بوټی دی او څه لپاره کارول کیږي؟

د بوټي په اړه

انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

About ياران ټیم 3436 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.