هغه ژوی وپېژنئ چې په خپلو پښو یې ساه اخیسته

رنګین تجريدي ډیزاین

په نړۍ کې د ځکمې پر سر او سمندرونو کې دومره ډېر ژوي، حشرې او نور ژوندي موجودات پیدا دي، چې د شمېر وړ نه دي، او نه هم مونږ ته د دوی د ټولو موجوداتو د ژوند کولو طریقه څرګنده ده.

د ژوندیو موجوداتو ګډې ځانګړتیا خوځښت، تغذیه، تکثر دی، چې له غیرو ژوندیو موجوداتو څخه په دې ځانګړتیاوو بېل شوي دي.

په دې وروستیو کې ساینسپوهانو یو داسې ژوی مونږ ته راوپېژند، چې هغه د خپلو پښو په مرسته ساه اخیستله.

هغه راپورونه چې امریکایي ساینسپوهانو په رسنیو کې خپاره کړل، له مخې یې داسې ویل کېږي، چې میلیونونه کاله وړاندې د (ټرایلوبایټس) په نوم یو ژوي ژوند کاوه، او دې ژوی خپله تنفسي چاره د پښو په مرسته کوله.

ټرایلوبایټس له نن څخه تقریباً ۵۷۰ کاله وړاندې پر سمندر بادشاهي وکړه، او شاوخوا ۲۷۰ کاله دمخه له منځه ولاړ.

ټرایلوبایټس د خپلو ډولونو، او د شمېر له مخې ډېر وه، چې تر اوسه پورې په موندل شوو ژویو کې د همدې ژوی فوسلونه ډېر دي.

په نړۍ کې د ډېرو ژویو نسلونه له منځه تللي، او یا هم په یو داسې پړاو کې دي، چې نسل یې له ګواښونو سره مخ دی. یو له دې څخه د فیلانو نسل دی، چې د ژواکپوهانو په وینا که د فیلانو په ساتنې کې کوټلي ګامونه وانخلو، نو په راتلونکي پېړیو کې به د فیلانو نسل هم له منځه لاړ شي.

د نړیوال طبعیت د څېړنیز مرکز مرستیال جیمزسیند کاناډا کې د یوې سروې په په پایلو کې د دې اعلان وکړ، چې مونږ تقریبا د ځمکې پر مخ د ټولو ژویو درېیمه برخه له لاسه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا نامناسب غذایي رژیم، د خلکو ظالمانه چلند او نورو اسانتیاوو نه شتون له امله د دې تلفاتو عمده دلایل دي.د ځنګلونو د ساتنې او پرختیا تر څنګ ژوی ښې پالنې ته اړتیا لري.