ژباړه: عمران لمر
کله چې تاسې د ماتې او يا د کرکې احساس کوئ؛ نو غوصه کېږي او غواړئ يو ډول زړه تش کړئ.
کوم وخت مو چې د غوصې سره د مبارزې لارې وپېژندې؛ نو کولای شئ ورسره مخامخ شئ او خپل احساسات کنترول کړئ.
په پيل کې له ځانه پوښتنه وکړئ چې د غوصې په وخت کې ستاسې عکس العمل څه وي؟
آيا چيغې وهئ، يو څه په ځمکه غورځوئ، بد الفاظ کاروئ، په يو بل کس زړه تشوئ او يا غوصه مو د ځان دننه ساتئ او هيڅ هم نه وايئ؟
په هر صورت غوصه هم يو مثبت احساس کېدلی شي؛ مګر د هرې تېروتنې رامنځته کېدل هم تاسې او هم ستاسې شاوخوا ته ضرر رسولی شي؛ نو ښه ده چې له غوصې سره د مبارزې لارې وپېژنئ او د رامنځته کېدونکو نا آراميو مخه ونيسئ.
غوصه يو احساس دی چې د قرباني کېدو له ذهنيته سرچينه اخلي؛ کله چې يو څوک زمونږ د ژوند واک په خپل لاس کې واخلي او يا هڅه کوي چې زمونږ په کارونو کې لاس وهنه وکړي او يا زمونږ د غوښتنو په خلاف کار وکړي؛ نو غوصه کېږو او البته چې حق يې هم لرو.
مګر د دې بل ګام د غوصې اظهار دی؛ که په غلطه لاره وشي نو کولای شي، زمونږ ورځ خرابه کړي.
غوصه تاسې ته در په يادوي چې يو څه غلط دي او شرايط د ځان او يا د نږدې خلکو په ګټه بدل کړئ.
د دې بدلون لپاره بايد لومړی د احساساتو د ښکاره کولو سمه لاره وپېژنئ؛ نو به دې ترتيب به وکولای شئ چې يو مثبت بدلون رامنځته کړئ.
په دې ليکنه کې مونږ ځينې داسې لارې درښايو چې له غوصې د خپلې کمزورې نقطې په ځای د خپل ځان په ګټه استفاده وکړئ:
۱ـ غوصه د احساساتو د راوتلو يو فرصت دی.
احساسات زمونږ په بدن کې بند پاتې وي او تل د راوتلو يوه لاره لټوي؛ که دا احساسات په وخت راونه وځي نو جسمي ستونزې زېږوي.
په همدې اساس فکر وکړئ چې ستاسې د احساساتو د وتلو لاره او د غوصې د ختمولو لاره مو کومه ده؟
آيا رسامي مو آرامولی شي؟ يوګا مو خوښېږي؟ البته دا بايد هېر نه کړئ چې د هغو لارو کيفيت هم مهم دی چې له تاسې سره مرسته کوي.
تل چيغې وهل او يا الکول څښل هم عاقلانه کار نه دی.
د ځان لپاره يوه ځانګړې لاره پيدا کړئ او تل له هغې په مرستې خپله غوصه تشه کړئ.
کولای شئ چې خپل بالښت په سوک ووهئ او يا يوې تُندې موسيقۍ ته غوږ ونيسئ.
۲- قهر او د غږ جوړول
د غږ جوړول کوم تاثير درلودلای شي؟ په واقعيت کې د صوتي موجونو خپرېدل کولای شي ستاسې د بدن فزيکي احساسات زيات او يا کم کړي، ستاسې غږ ستاسې د احساساتو د رامنځته کېدو سرچينه ده.
د غږ په جوړولو کولای شئ چې خپله موخه په ښه ډول خلکو ته ورسوئ او د ناسم پوهاوي مخه ونيسئ.
که ډېر لوړ غږ او يا ډېر ټيټ غږ لرئ؛ نو کار پرې وکړئ.
۳- کرکه او مينه
کرکه او مينه تل پوره او يوځای وي او کولای شي د يو بل ځای ونيسي. غوصه هم معمولاً د مينې يوه برخه ده.
مونږ ممکن د هغه کار له وجې چې کړی مو دی او يا کومه خبره چې مو کړې او د خوښې وړ کس مو نا آرامه کړی دی؛ د غوصې احساس وکړو.
غوصه تل د يوې شخړې او يا له بې ځايه تمو سرچينه اخلي او يا کله چې هر څه زمونږ د پلان له مخې مخته نه ځي؛ نو مونږ غوصه کېږو.
په دې وخت کې خپل ليد يو څه بدل کړئ؛ د دې پرځای چې د کارونو په جزياتو کې ډوب شئ، مسايل له پورته وګورئ او هڅه وکړئ چې هر څه د نورو له ليده وڅارئ.
دا تاسې سره مرسته کوي چې هغه پېښه چې رامنځته شوې ده؛ وزغمئ او غوصه نه شئ.
۴- د خپلې غوصې په وړاندې ودرېږئ.
زمونږ يو استاد به ويل چې همدا احساسات دي چې انسانانو ته زيان رسوي؛ نو هڅه وکړه چې د خپلې غوصې په وړاندې قوي ودرېږې.
کله چې د ستړيا او ناهيلۍ احساس کوئ؛ نو هڅه کوئ چې مقابله ورسره وکړئ؛ مګر کله چې غوصه يې، بيا هم ورسره مقابله کوئ؟
کله چې په مونږ کې يو احساس راپيدا کېږي؛ نو لومړی هغه پېژنو او بيا پرېکړه کوو چې ښکاره يې کړو او که نه؟
او همدارنګه د هغه احساس د اظهار د څرنګوالي په هکله هم تصميم نيسو.
کله چې د دې کار عادت واخلئ؛ نو بيا په لاشعوري ډول تر سره کېږي؛ مګر که وغواړئ نو کولای شئ چې د دې تصميم نيولو سرعت راکم کړئ.
کله چې هم غوصه شوئ؛ نو کښېنئ او له ځان سره ووايئ چې زه غوصه احساسوم، د وجود د تودوخې کچه مې لوړه شوې ده او د زړه درزا مې زياته ده.
په دې ډول به غوصه په خپل واک کې واخلئ؛ له دې وروسته کولای شئ چې د نا غوښتونکو کارونو پر ځای، خپل عکس العمل خپله وټاکئ.
ښه دا ده چې د هغو شيانو لېست ترتيب کړئ چې تاسې غوصه کوي او د هر يو نوم په يو کاغذ وليکئ او مخ ته يې کېږدئ، بيا ورته وګورئ او کله مو چې د غوصې احساس وکړو؛ نو اور ورته کړئ او ايره کېدل يې ووينئ او که ومو کولای شول چې غوصه کنترول کړئ؛ نو کاغذونه مو روغ پرېږدئ.
په ډې ډول تاسې خپل ضمير ته په لاشعوري ډول ورزده کوئ چې غوصه يو تخريبوونکی احساس دی؛ مګر که کنترول شي نو يو مثبت او ساتونکې قوه ترې جوړېږي.
۵- د ساه اخېستو پواسطه د غوصې سره مبارزه
پوهېږئ چې د احساساتو د خالي کولو لپاره بايد څه وکړئ؟
همدا بس ده چې ژوره ساه واخلئ او خپل ځان يو څه راټول کړئ؛ د ساه اخېستو په وخت کې په خپل وجود کې کشش رامنځته کړئ او د بېرته ويستو په وخت يې وغځوئ.
له دې پرته که غوصه يئ او يا د صدمې ليدلو احساس کوئ؛ نو د ژورې ساه اخېستل درته ښه احساس درکولای شي.
ډېری منفي احساسات زمونږ ساه اخېستل آراموي او بدن ته د اکسيجن رسول کموي؛ د غوصې په وخت کې د ساه اخېستلو تمرين دا ستونزه له منځه وړي او د پوره اکسيجن په رسېدو سره تاسې کولای شئ، ښه فکر وکړئ او په خپله غوصه بريالي شئ.
۶- د طبيعت سره پيوستون.
يوه سولېدلې خو مهمه موضوع هم دلته د ډېر اهميت وړ ده؛ د طبيعت د کمښت اختلالات داسې څه دي چې نن سبا پرې ډېر خلک اخته دي.
دا بهير کولای شي خلک غمجن او د ويټامين D د کمښت سره مخ کړي.
تاسې په کور کې د ډېر وخت په تېرولو سره ځانونه د لمر له مستقيمو وړانګو بې برخې کوئ او دا کمښت انسان د عاطفي تعادل له نشتوالي سره مخ کوي.
۷- تل نيکي کوونکي اوسئ.
ځينې وختونه اړتيا لرئ چې ځان د يو مثبت شي سره بوخت کړئ؛ تر څو د شخصي احساساتو او دروني غوصو څخه بهر راووځئ. یو ساده کار چې تاسې يې کولای شئ؛ له نورو سره مهرباني ده. تاسې د عام المنفعه کارونو په ترسره کولو سره او يا د خپلو همنوعو سره په مرستې کولو دا زده کوئ چې ځينې حالتونو ته بايد د خپلو غوښتنو څخه زيات ارزښت ورکړئ.
کله چې تاسې خپل ځان د نورو په ستونزو کې ښکېلوئ؛ نو د لومړي ځل لپاره له خپل ځانه پرته د يو بل چا لپاره مهرباني حس کوئ؛ يعنې دا چې ځان غوښتنه څنډې ته کوئ. دا کار د ځان غوښتنې د ختمولو لپاره ښه تمرين دی. کله چې ځان غوښتنه غاړې ته شوه؛ نو ستاسې د غوصو يوه لويه برخه هم رنګ بايلي او نور به د مخکې په څېر تاسې ته ارزښت ونه لري.
که نه شئ کولای چې له ځان پرته د بل چا خيال وساتئ؛ نو تاسې په يو ډول نارسېزم اخته يئ چې خامخا بايد پرې کار وکړئ.نارسېزم يو تخريبوونکی عمل دی چې د دې سبب کېږي چې مونږ تل فکر کوو چې سم کار سرته رسوو؛ په داسې حال کې چې خپله شاوخوا نړۍ چې د حرکت په حال کې ده، نه وينو.
که خپل همنوعه مو خوښېږي او کولای شئ چې له ځان پرته د يو بل چا سره هم مينه وکړئ؛ نو ستاسې کار آسانه دی او د دې وار دی چې دويم ګام هم پورته کړئ. یايد هڅه وکړئ چې ځان نورو ته نږدې کړئ او له هغوی سره مرسته وکړئ. په دې ترتيب به وکولای شئ چې يو څه خپل ځان هېر کړئ او د همنوعه اوسېدلو فکر تجربه کړئ.
دا کارونه به ستاسې لپاره سخت وي؛ مګر ضروري ده چې ځان خوښونه يوې غاړې ته کړئ او خپل ځان ته تغير ورکړئ.
۸- د غوصې او قهر سره د مبارزې لپاره بايد مننه کوونکي اوسئ.
کوم شيان تاسې غوصه کوي؟ آيا کله چې يو څوک تاسې ته بدې خبرې وکړي، نا آرامه او غوصه کېږئ؟
عموماً خلک د ساده شيانو لپاره غوصه کېږي؛ ځينې وختونه بايد په دې فکر وکړو چې دا شيان څومره بې ارزښته او واړه دي، نو په دې ترتيب به په ځان کې کمه غوصه احساس کړو.
غوصه او قهر يواځې ستاسې د پرمختګ مخه نيسي او تاسې له مينې خپرولو راګرځوي.
په دې وخت کې غوره کار دا دی چې خپل ذهن د هغه څه په هکله راوګرځوئ چې تاسې پرې شکر وباسئ او درته مهم وي. کله چې زه غوصه کېږم؛ نو له ځان سره وايم چې هر صورت اوس هم زما په ژوند کې مهربانه خلک شته او زه بايد د هغوی په شتون شکر وباسم.
د خپلې روغتيا، شته دندې او د ټولو هغو فرصتنو نه چې زما په برخه شوي دي؛ خوښ يم.
د مثبتو شيانو په هکله فکر کول د نا آرامه کوونکو فکرونو ځای نيسي او په چټکۍ سره مو اراموي او غوصه مو ختموي.
۹- ځان د نورو په ځای فرض کړئ.
هر کله چې چاته غوصه شوئ او درک مو نه شو کړای؛ نو د خپلې غوصې سره د مقابلې لپاره ځان د هغه په ځای فرض کړئ، دا لاره د غوصې سره د مبارزې لپاره ډېره مؤثره ده.
هڅه وکړئ چې د يو چا شرايط درک کړئ او احساساتو باندې يې پوه شئ. په دې ډول به متوجه شئ چې هغه څه چې تاسې يې غوصه کړي يئ؛ د هغه له خوا يو قصدي عمل نه و او د هغه له ليدلوري بل ډول ښکارېدو.