زه نن نه غواړم عصباني سم !

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نور احمد فضلي
خښم او غُسه په افرادو کي د ذهن او جسم د ربړولو او په اندامونو او بندونو کي د عصبي او جسماني دردونو په تولیدولو سره، ستاسي د عمر په لنډېدو، تاسي او ستاسي چاپېر کسانو ته د زیان رسولو سبب کیږي.
هره ورځ سهار چي له خوبه راکښېنم، د ځان سره وایم چي نن ورځ خپل ډېر احساسات کنټرولوم، ډېر کم نولېږم، تر ډېره خپل خښم او غُسه کنټرولوم، ډېر به چوپ پاتېږم او د اولادونو، او ژوند ملګري د ناسمو کړنو په وړاندي به د صبر او زغم څخه کار اخلم. خو یو ساعت لا نه تېریږي، چي د پرون شپې نیولی تصمیم مي هېریږي، د زوی د یوه نامناسب چلند په تکرار سره لکه د بمب په شان چاودم، چیغي وهم. غُسه او قهر مي نه پرېږدي چي دماغ مي کار وکړي او بس داسي یوه لار ګورم چي دا هرڅه منفي احساسات مي هلته تخلیه کړم. ممکن وویلای سو چي تر خښم او غُسې په هاخوا بل هیڅ شی تاسي هومره ژر نه عصباني کوي.
خښم او غُسه څشي ده؟
غُسه یو خورا مغلق احساس دی چي په جسماني او هیجاني بڼه راڅرګندیږي. غُسه د هغو شرایطو او موقعیتونو په وړاندي د اندامونو طبیعي غبرګون دئ په کومو کي چي موږ د ناکامۍ سره مخامخ کیږو او د تهدید احساس کوو. په دې وخت کي شونې ده داسي تصور وکړو چي زیان وینو او کوم فرد زموږ په مورد تېروتلی دی. دا احساس کولای سي چي د عصبانیت د شدید احساس سره یوځای یو نامطلوب پټ احساس رامنځ ته کړي.
کله چي په غُسه کېږئ
د خښم او غُسې ایجاد ستاسي د بدن حالت متغییر کوي. تاسي اړ کېږئ چي د خپلي شاوخوا کسانو څخه لېري سئ او په کلي توګه فضاء خړه او ناراحته کیږي. اوس که دغه غُسه په نامناسب ډول راښکاره سي، ستاسي او ستاسي د شاوخوا کسانو په ځانګړي ډول ستاسي د کورنۍ غړو او تر ټولو مهم ستاسي اړیکي ستاسي د ژوند د ملګري سره خورا په ټینګه ګډوډوي. مګر له بلي خوا څخه د غُسې کنټرولول تاسي ته ددې موکې درکوي چي یاد احساسات مو په خپل واک کي راولئ او رغوونکي تغییرات رامنځ ته کړئ. کله چي ستاسي غُسه کنټرول سي، ستاسي اړیکي قناعت بخشه، ژوند مو سالم او د ژوند له اړیکو څخه ستاسي خوند اخیستل زیاتیږي.
د غُسې راڅرګندېدني پر مهال هرڅوک د خپل شخصیت او تربیت له مخي اسلوب غوره کوي. ځیني د هیجاني تخلیې له روشونو (لکه پوچ و فحش ویل، کړیکي وهل او…) او ځیني له پر ځای (مثلاً خپل خښم دي پر داسي چا یا شي مه سړوه چي هغه ته زیان رسولای سي)… څخه ګټه اخلي.
اوس درته د دې هر ډول نامناسبو روشونو د غلبې په موخه حللاري درته وړاندي کیږي:
د احساساتو تخلیې د کنټرول په موخه وړاندیزونه
– د غُسې یا خښم له محراق څخه مو لېري سئ، په هغه
کي مه راګېریږئ ترهغو چي آرامېږئ؛ ساه واخلئ.
– لوز وکړئ چي نه به د ځان او نه هم نورو سره هیڅ
ډول فزیکي، کلامي او احساساتي بد چلند نه کوئ.
– د ترشح سوي آدرنالین څخه د خلاصون په موخه د
مناسبو فزیکي طریقو څخه ګټه واخلئ لکه ورزش، پلی تګ او…
– داسي کار وکړئ چي سکون واخلئ مثلاً حمام وکړئ،
یو خوندور موقعیت انځور کړئ، نمانځنه ئې وکړئ او د خپل ساتیري له پاره وخت ورکړئ.
د خښم کنټرولولو خوځنده وړاندیزونه
– له هغو کسانو لېري سئ چي تاسې په غُسه کړي یۍ.
کله چي د خښم او غُسې احساس کوئ داسي ځای ولاړ سئ چي له هماغه پیله وکولای سي ستاسي د آدرنالین ترشحات په مناسب ډول راکم کړي.
– خپل غیرمستقیم او مغرضانه اظهارات او اقدامات وپېژنئ، پر خپل سلوک او چلند واک ولرئ.
– د خښم او غُسې دا اغېزې چي پر تاسي او نورو ئې
ښندي؛ په ژوره توګه ورته توجه وکړئ او جدی ئې ونیسئ.
– په سملاسي توګه د یوچا سره د خپلي غُسې په اړه
خبري وکړئ. هغه ته ووایاست چي د غُسې سره د چلند او سلوک په جریان کي چیري تللي یاست. مثلاً که هومره سربداله او لالهانده یاست چي نه سئ کولای خپل افکار په سمه توګه بیان کړۍ، ووایاست چي اړ یاست حالات سم کړئ.
پر مقابل طرف باندي د غُسې سړولو حللاري
– خپل تعادل وساتئ او د اړتیا پر مهال په فزیکي ډول
د صحنې په پرېښود سره د ځان ساتنه وکړئ.
– ستاسي د ژوند ملګری چي هر ډول احساسات، افکار
یا غوښتني درڅخه کوي یا یې تاسي استنباطوئ؛ ومنئ.
– د هري هغي جبې په باره کي چي په مبهم ډول پر خپل حال پاته سوې ده، څرګندي پوښتني وکړئ مثلاً (( څه غواړې)) (( څه فکر کوې))
– د خبرو کولو او اورېدلو مهارتونو ترکیب مو باید په
نظر کي نیولی وي، مثلاً د خپلو ستونزو د حل په موخه د خبرو له لاري یوه حللار پیداکوئ.