ژباړه: عایشه حیدري
لوکاټ د مڼې له کورنۍ څخه یوه ګلابي رنګه او خوندوره مېوه ده. څېړنې ښيي چې دغه مېوه ۳زره کاله لرغونتوب لري، د دې ترڅنګ چې لوکاټ ښه خوند لري ډېرې ګټورې ځانګړنې هم لري.
د بهداشت نیوز د راپور پر بنسټ، د امریکې د خوړو د څېړنیز مرکز د څېړنې له مخې، ۱۰۰ګرامه لوکاټ نیم ګرام پروټين، يو ملي ګرام غوړ او ۸۸کالوري لري.
په دغې مېوې کې په ډېره کچه فیبر او کاربوهایډرایټ هم شته،د لوکاټ خوړل کولای شي د بدن د اړتیا وړ ۱۵سلنه اوسپنه، ۵سلنه B1 ويټامين او ۱۰سلنه کلسیم پوره کړي.
همدارنګه یاده مېوه د نیاسین، ریبوفلاوين او بتاکاروتن غوره سرچینه ده.
څېړنې ښيي، د دې لپاره چې لوکاټ له اوسپنې څخه ډکه مېوه ده، د وينې د هموګلوبین د جوړيدو لپاره يوه غوره ماده شمېرل کېږي او خوړل یې هغو کسانو ته چې له انیمیا سره مخ دي وړاندیز کېږي. هموګلوبین د وينې د نسجونو پر مټ د اکسيجن د لېږد دنده لري.
دا چې مېرمنې د بلوغ سن ته تر رسېدو وروسته د میاشتنۍ ناروغۍ له امله خپله وينه له لاسه ورکوي تر ډېره د وينې له کموالي یا انیمیا سره مخ کېږي،نو له همدې امله مېرمنې باید په ډېره کچه په خپلو خوړو کې له لوکاټ څخه ګټه واخلي.
له بل پلوه په بدن کې د عضلو د سم فعالیت لپاره د اوسپنې شتون ډېر ارزښت لري، د عضلو د نسجونو په جوړښت کې تر ډېره له اوسپنې شتون لري او د عضلو په انقباض کې د اکسيجن د لېږد لپاره اوسپنه ډېره اړینه ده.
نو له همدې امله لوبغاړي هم باید په خپلو خوړو کې له لوکاټ څخه ګټه واخلي.
دغه مېوه نه یوازې دا چې انیمیا له منځه وړي بلکې کولای شي ماغزو ته اکسیجن ورسوي او د ماغزو د فعالیت په ښه والي کې هم ډېره مرسته وکړي.
په پوره کچه ماغزو ته د وينې لېږد کولای شي د پېژندنې فعاليتونو ته وده ورکړي او په ځينو ناروغیو لکه په الزایمر او دمانس یا عقلي زوال ناروغيو د اخته کېدو مخنیوی وکړي.
د څېړونکو لاسته راوړنې ښيي چې د سنډرم ناروغي یو لامل په بدن کې د اوسپنې کمښت دی. په حقیقت کې کله چې د وينې د اوسپنې کچه ښکته راشي، انسان د سنډرم په ناروغي اخته کېږي، نو دې همدې لپاره څېړونکي وايي چې د خوړو هغه رژیم چې له اوسپنه لرونکي خواړه پکې ځای ولري، کولای شي د سنډرم ناروغۍ مخنیوی وکړي.
د لوکاټ له نورو ګټو په توګه د بدن د تودوخي د تنظیمولو، د بدن ټولو برخو ته د اکسيجن د لېږدلو، د کمزورۍ او ستړيا له منځه وړلو، د بدن د دفاعي سیستم پیاوړي کولو او د بدن د انزایمو د پياوړي کولو څخه یادونه کولای شو.