د عناب ډېرې ګټې، خو لږ زیانونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
  • ژباړه: نسیمه محمدي

عناب د ګرمسېره سیمې مېوه ده. کښت یې د افریقا په شمال، د اروپا جنوب او مدیترانه یي سېمو کې رواج لري.
د دې ونې پاڼې کوچنۍ، ښکلې، روښانه، متناوبې او دندانه لرونکي دي. ګلان یې واړه او ژېړ ته مایل شین رنګ لري. د دې ونې مېوه چې عناب نومېږي، سور رنګه، هګۍ ته ورته او یوه هسته لري.
د عناب خوند لږ خوږ دی.
د عناب لعاب ۵٪ پروټیني مواد، ۴٪ قندي مواد او په زیاته اندازه وېټامین سي لري. د عناب د ډنډرو په  ځوښه کې زي زي فیک اسید او زي زي فوماتیک اسید موجود دي.
د لرغوني طب له نظره معتدل دی. البته ابو علي سینا معتقد وو، چې عناب لږ سوړ مزاج لري.
download (2).jpg

  • عناب د زیات لعاب له امله د سینې نرموونکې دي.
  • جلاب دي، خصوصاً که د اوبو او یا شیدو سره جوش شي.
  • ادرار زیاتوي.
  • د اعصابو آراموونکې ده.
  • وینه پاکوي.
  • د ټوخي ضد دي.
  • خوب راوړونکي دي او بې خوبي لمنځه وړي.
  • د عناب د ونې د پوستکي جوشانده، د نس ناستې ضد درمل دي.
  • آلرژي او سا تنګي لمنځه وړي.
  • د زړو زخمونو د رغېدلو په پار، د دې ونې د ریښې وچ شوي پوډر باید په زخمونو وپاشل شي.
  • هسته(زړی) یې خوب راوړونکی دی.
  • شدیده ستړیا رفع کوي.
  • د سر د وېښتانو وده ډېروي.
  • د عناب جوشانده د غږ ډډوالی لرې کوي.
  • د عناب جوشانده د ټوخي او سینې درد لپاره ګټوره ده.
  • د سترګو د پړسوب لرې کولو لپاره دې، عناب په سترګو ومښل شي.
  • هضمي سیسټم پیاوړی کوي.
  • حافظه قوي کوي.
  • بې اشتهايي لرې کوي.
  • هر کله چې د خفګان احساس کوو او غوښتل مو چې وژاړو، د عناب یو ګیلاس دم شوی چای مو په شونډو موسکا راوړي.
  • او بالاخره د سرطان د درملنې لپاره باید له کاهو سره وخوړل شي.

download (3).jpg
د عناب او اوربشو جوشانده
۱۴ دانې عناب د ۲۵ ګرامه پوست شویو اوربشو سره، په دوه لیټره اوبو کې جوش شي تر څو ۱/۵ لیټره اوبه پاتې شي. د جوشاندې مواد چې کله د لوښي تل ته کېني، اوبه تولې او وڅښئ.
د عناب زیانونه
عناب سوړ مزاج لرونکو خلکو ته د نس باد او ګاز پیدا کوي. ضمناً جنسي توان کموي، نو باید د محرکو خوړو، لکه له شاتو سره دې وخوړل شي.