ژباړه: عایشه حیدري
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ډېرو فرهنګیانو نیوکو او غبرګونونو سره سره، د کابل ښاروالۍ د پارک سینما چې د کابل له فرهنګي اثارو څخه شمېرل کېږي ویجاړه کړه.
د پارک سینما د نړولو پرېکړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په ریاست د سهار ۰۶:۳۰ دقیقو ناسته کې شوې وه. دکابل ښاروالۍ وياندې سمیرا رسا وويل، د پارک سینما ويجاړه شوه او د دغې سینما پر ځای د جوړېدونکې نوې ودانۍ لومړنۍ طرحه د کابل ښاروالۍ له خوا برابره شوې ده. نوموړې ويلي دي چې د پارک سینما پرځای به ستر فرهنګي مرکز جوړ شي.
د ښاروالۍ وياندې د پارک سینما د نړولو تر ټولو ستر لامل د ديوالونو زوړوالی او درزونه په ګوته کړي دي. د هغې په وينا د پارک سینما له خامو خښتو څخه جوړه شوې وه او د نړېدلو له ګواښ سره مخ وه.
مېرمن رسا ويلي، چې د پارک سینما د افغاني سبک په معمارۍ نه وه جوړه شوې او په تاریخي اثارو کې نه شمېرل کېدله.
ياده دې وي چې د کابل ښاروالۍ اړوند ماشينرۍ د لړم پر ۱۹ د شپې د پارک سینما ودانۍ ونړوله. که څه هم د افغان فلم مشرې، صحرا کريمي هڅه وکړه چې د دغې ودانۍ دنړولو مخه ونیسي؛ خو ويل کېږي چې پوليسو له هغې سره بد چلند کړی او په زور یې له سینما څخه ايستلې.
مېرمن کريمي پارک سینما ته د تلو پر مهال په خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلي و چې هغه د اعتراض کولو لپاره د پارک سینما ته ځي، تر څو د ښاروالۍ د نامناسبو ګامونو او د دغې بنا د ویجاړولو مخه ونیسي.
همدارنګه یو ویډيو هم خپره شوې چې د افغان فلم مشره پکې اوښکې تویوي. دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د ولسمشر غني کولتوري سلاکار هم د پارک سینما په ويجاړولو کې د صبر غوښتنه کړې وه.
د هېواد نومیالي سندرغاړي، فرهاد دریا هم امرالله صالح ته یو پرانیستی لیک استولی وو او له هغه یې غوښتي وو چې د پارک سینما د نړولو پر ځای، سينما وغوري.
فرهاد دریا په دغه لیک کې پارک سینما ويجاړول د بودا له ويجاړولو سره پرتله کړي وو. خو امرالله صالح بیا هم ټينګار کړی چې د پارک سینما په لرګیو پوښول شوې ودانۍ وه، شړېدلې او زړه شوې وه او د رغولو وړ نه وه.
صالح د نيوکه کوونکو په ځواب کې لیکلي دي، هغه شېبې را رسېدلي دی چې وړتيا او کارپوهنه د محبوبيت او عوامپالنې ځای و نيسي.
همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال ويلي دي، چې کابل ښاروالۍ د مهندسي، چاپېریال ساتنې، فرهنګي، کلتوري او نورو فني سلا مشورو او نظرياتو په تمه ده، تر څو وکولای شي د پارک سینما د نړېدو پر مهال سينما لپاره بله طرحه جوړه کړي.