کورونا؛ ۴۶ میلیونه امریکایان بېکاره شوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د ټرمپ سرسخت سیال برني سندرز وایي چې د کورونا له امله امریکايي کورنیو ۶،۵ ټریلیونه ډالره له لاسه ورکړي، چې اوس ۴۶ میلیونه امریکایان بېکاره شوي.
برني سندرز پر خپل ټویټر امریکا کې د خلګو خراب وضیعت ته اشاره کړې ده.
سندرز په یاد ټیویټ کې ویلې:

بډایه خلک لا هم بوخت دي، چې خپله پانګه زیاته کړي اما کارګران تکلیفونه وړي. له هغه وخته چې کورونا ویروس خپور شوی د ۶۴۳ شتمنو خلګو شتمنې له ۵۸۴ ملیاردو ډالرو را کمه شوې، نو په همدې اساس امریکا کې ۶،۵ تریلیونه شاتګ شوی او ۴۶ میلیونه امریکایان بېکاره شوي.
N82612500-71770442.jpg

برني سندرز په یوه بل جلا ټیویټ پيغام کې لیکلي، چې د ډله‌ییز تخریب د لګولو پر ځای دي باید متحده ایالاتو کې د ژوند پر شرایطو پيسې ولګول شي.
هغه زیاته کړه:

لسګونه میلیونه امریکایان صحي بیمه نه لري. شاوخوا ۴۰ میلیونه امریکایان په فقر کې ژوند کوې او د دې ترڅنګ ۵۰۰ زره کسان پر سړکونو شپې تېروي.

په امریکا متحده ایالاتو کې ۲،۳۲ میلیونه کسان په کورونا ویروس اخته شوي، چې له دې ډلې یې ۷ لکه ۲۲ زره بېرته جوړ شوي او یو لک ۲۲ زره کسان بیا مړه شوي.
امریکا کې د کورونا ویروس د بحران ترڅنګ تورپوستو څو ورځې په بېلابېلو ښارونو کې پراخ سوله‌ییز او ناسوله‌ییز لاریونونه وکړل.
لاریونوال وروسته له هغه راوپارېدل، چې د یوه سپين پوستي پولیس له لوري یو تور پوستی عام وګړی د جور فلویډ په نامه تر خپه کولو وروسته ووژل شو.