په منځني ختیځ کې نوې سیاسي هوکړې او د نړیوالو غبرګونونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: مهر تاج

نږدې تېرو ورځو کې د اسرائیلو او ځینو شتمنو اسلامي هېوادو ترمنځ د سولې او همغږۍ نوې دروازه پرانستل شوه.
د عربي متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د سولې او سوداګرۍ نوی هوکړه‌لاسلیک شو او دواړه غاړې د دې هوکړې راتلونکي ته ډېر خوشاله او خوشبینه دي.
عربي متحده امارات په اقتصادي ډکر کې د ډېرو شتو خاوند هېواد دی او له فلسطین سره ښه اقتصادي ملاتړی هم پاتې شوی دی.
متحده عربي امارات نن سبا غواړي په نړیوال سیاست کې هم برخه‌وال و اوسېږي او په نظامي ډګر کې هم ځان سیالۍ ته چمتو کړي.

عربي امارات اوس مهال له امریکا متحده ایالاتو څخه د f35 جنګي الوتکو د اخیستلو هیله کوي او امریکایې چارواکو ویلي چې موږ به په دې هکله غور کوو. F35 ډوله جنګي جیټ الوتکې اوس مهال په نړۍ کې بې سیاله دي.

IMG-20200822-WA0000.jpg
دا ډول جنګي جیټ الوتکې په منطقه کې څوګ نه لري.
عربي متحده ایالات له اسرائیلو سره د سولې هوکړه‌لیک په لاسلیک سره وغوښتل امریکا ته دا ثابته کړي، چې موږ په هر ډګر کې د باور وړ یو او د نړۍ هېڅ ځای کې د امریکا ګټو او هیلو ته زیان نه رسوو.
د امریکا ولسمشر «ډونالد ټرمپ» په وایټ هاوس کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اماراتو په دا ورستي قدم خوشالي څرګنده کړي، او زیاته کړې یې ده چې هیله‌من دی سعودي عرب به هم د اماراتو او اسرائیلو هوکړه‌لیک ته دننه شي. یا په بل عبارت یې له سعودي عرب څخه هیله وکړله چې نوموړي هوکړه‌لیک ته دننه شي یا ورته هوکړه‌لیک له اسرائیلو سره لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې ډونالد ټرمپ په ایران د فشارونو خبره هم کړې او ویلي یې دي؛ هغه ټول بندیزونه چې په ایران لګول شوي وو او ورستیو کې ځینې اسانتیاوې پکې راغلې وې، بیا به د سره سخت کړلی شي او دوی به د ملګرو ملتونو په اجلاس کې د بندیزونو په هکله وړاندیز وکړي.
د ټرمپ نویو څرګندونو په هکله روسیې او چین حیرانتیا څرکنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې هکله به دوی خامخا د ملګرو ملتونو په اجلاس کې مخالفت څرګندوي.
د پاکستان صدراعظم «عمران خان» له «جیو نیوز» سره په یوه مرکه کې بیا د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو، په اړیکو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي:

موږ به تل له فلسطینیانو سره ولاړ یو او تر څو چې د دوی حقوق نه وي خوندي شوي، موږ به هېڅکله اسراییل په رسمیت ونه پیژنو.

عمران خان زیاته کړې چې پاکستان د فلسطینیانو دویم کور دی او موږ یې تل ملاتړ کوو، ده وویل که چېرې موږ له اسرائیلو سره دوستي وکړو او له دوی سره همغږې شو، نو زموږ د کشمیر دعوا هم باطله شي، ځکه چې دا دوې مسئلې پوره ورته‌والی سره لري او دواړه د حق دعوې دي.