اميتابچن او زوی يې د کرونا له کبله روغتون کې بيستر سوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما دوه اداکاران اميتابچن او ابيشېک بچن په کرونا وېروس اخته سوي.
په باليووډ سېنما کې دا لومړی ځل ندی چې يو فلمي ستوری دې په کرونا اخته سي، بلکې د کرونا وېروس له پيله تر اوسه د ډېريو هنرمندانو او اداکارانو د کرونا وېروس ازموينو مثبته پايله ورکړې.
اميتابچن ۷۷ کلن دی او تېره شپه ماخوستن يې پر خپل ټويټر اکاونټ تائيد کړې چې دی په کرونا وېروس اخته سوی .


نوموړي ليکلي چې دی په کرونا وېروس اخته سوی، د کورنۍ د غړو او کارکوونکو د کرونا وېروس ازموينه يې هم اخيستې او همدارنګه له هغو کسانو څخه يې هيله کړې چې په تېرو لسو ورځو کې ده ته ورنيږدې سوي چې خپله معاينه وکړي.
د اميتابچن سره يې زوی هم د ټويټر له لارې تائيد کړی چې دی او پلار يې په کرونا وېروس اخته سوي .


کشر بچن هم ليکلي چې دی او پلار يې کرونا دي، د کارکوونکو او کورنۍ د کرونا وېروس ازموينه يې اخيستې چې وروسته به يې پايله معلومه سي.
بچن په هندوستان کې يوه ډېره مشهوره کورنۍ ده،چې ددې هيواد هر وګړی ورته په خورا احترام قايل دی.
اميتابچن د باليووډ د شهنشاه لقب لري چې تر ۲۰۰ په ډېرو فلمونو کې يې کار کړی او هندي سېنما ته يې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي.