لیکنه: بهار سمسور
روانه اونۍ له هنده خبرونه خپاره شول چې ۳۳ کلن ښی لاسي توپ وهونکي امبیتي رېډو له کریکټ لوبې رخصت واخیست.
رېډو چې په ښي لاس توپ وهنه کوي،د هندوستان لپاره یې په کورنیو او بهرنیو لوبو کې ښه کریکټ هم تر سره کړی دی.
نوموړي د حیدراباد او اندهارا پرادېش لپاره په کورنیو لوبو کې ښې لاس ته راوړنې درلودلي دي.
د رېډو د استعفا خبر وروسته له هغې په ناڅاپي ډول مخې ته راغی،چې په روان نړیوال جام کې د زخمي شوي واجیاو شنکار پر ځای ماینک اګروال انګلستان ته ولیږل شو.
تر دې وړاندې د شکهر دهوان تر زخمي کیدو وروسته چپ لاسی توپ وهونکی ریشاب پنټ انګلېنډ ته وخوځیده.
رېډو په خبرو کې کوم داسې څه نه ول ښودلي،چې پکې د هندي بورډ /سلیکشن کومیټې د بې انصافۍ ایشاره شوي وي؛ خو نن د پخواني چپ لاسي اوپنر لوبغاړي ګاتم ګمبیر له خوا له سټار سپورټس سره په شوي مرکه کېد رېډو د استعفا ټوله ملامتیا د ټاکونکو (لوبډلې انتخابونکو)پر غاړه اچولې.
ګمبیر وایي، زما په شمول سلیکټرانو ته دا د خفګان وړ ده.
هغه زیاتوي، رېډو یو استعداد و چې وبایلل شو، په ټاکنه کې سم قضاوت نه دی شوی. زه د دې استعفا په اړه پوره خفه یم، ریشاب پنټ او ماینک د زخمي شویو پر ځای انتخاب شول، ولې هیڅوک د رېډو ځای نه شي نیولی.
ګمبیر په جدیت سره وایي،داسې یو لوبغاړی چې د ای پي اېل ښه دوره لري، هغه چې درۍ سلیزې، لس نیمه سلیزې او کم و زیات ۳۰۰۰ د ای پي اېل منډې، سلیزه، ۱۸ نیمه سلیزې ولري، ښه لوبیږي او بیا هم استعفا کوي، دا د هند کریکټ لپاره بد خبر دی.
ګمبیر چې په خپله یې هم له کریکټ مخه ښه اخیستې او اوس په ایالاتي ټاکنو کې بریالی شوی او په سیاست کې ښکېل دی، خو بیا هم پر کریکټ او کریکټرانو پام ساتي.
نوموړی د کریکټر په صفت هم یو احساساتي لوبغاړی شمیرل شوی، چې په کور د ننه او نړیوالو میدانونو یې له خپلو او نورو لوبغاړو سره خوله وهله؛خو د کریکټ بېټ په خطا کولو سره یې خوله لا هم خلاصه شوې او نیږدې په هره مرکه کې یې ځینې خبرې د سپورټس رسنیو د سر ټکی ګرځیدلی دی.
همدا تېره میاشت یې هم د پاکستاني پخواني لوبغاړي شاهد افریدي سره هم د خواله رسنیو او مرکو له لارې لانجه وکړه.
د امبیتي رېډیو په حق کې د ګمبیر پورته کړل شوی غږ به وخت ته پرېږدو، چې تر شا یې څه بیانونه راځي، خو د منځینۍ برخې توپ وهونکي امبیتي رېډو په ښي لاس سره د هندوستان لپاره په ۵۵ یوه ورځینیو لوبو کې ۱۶۹۴ منډې،د دریو سلیزو او ۱۰ نیمه سلیزو سره درج کړي دي.