په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د کرکټ بورډ غړي ضیاءالحق امرخېل د کرکټ بورډ په میاشتنۍ غونډه کې ویلې، چې د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه ډېر خوشحاله یم.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د ضیاءالحق امرخېل له خولې لیکلې، چې د کرکټ بورډ اوسنۍ رهبري د ستایلو وړ ده او د کرکټ بورډ مسوولینو د کرکټ پرمختګ لپاره غوره ګامونه اخیستې.
ضیاءالحق امرخېل ویلې:
«ډېر د خوښۍ ځای دی چې د غوره مدیریت، د لا ډېرې روڼتیا او په ښه توګه د کارونو ترسره کولو په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه تر اوسه غوره ګامونه پورته کړي او د بورډ د غړي په توګه ترې ډېر خوشحاله یم، چې همدارنګه په نورو هغو ټولو چارو کې چې هېوادوال پرې خوشحالیږي، باید ورته ګامونه پورته شي.»
افغان کرکټ بورډ وایې، چې د دې بورډ غړو پرون چهارشنبه غونډه وکړه، چې پکې د افغان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي، د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل، د چارو ادارې پخواني مرستیال فریدون الهام او د مشرانو جرګې استازې اغلې ګلالۍ نور ساپي ګډون کړی وو.
د کرکټ بورډ په خبره، چې یاده غونډه کې پر ۸ بیلابیلو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، تر څو افغانستان کې کرکټ لا پرمختګ وکړي.
یاد ۸ مواد په دې ډول دي:
۱ـ د تېرې میاشتنۍ ناستې په تعقیب سره د ادارې لپاره د سټراټېژیک یا اوږدمهاله پلان د جوړېدو بحث مطرح شو چې دغه پرېکړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم شریکه شوې او د یادې شورا هوکړه هم پکې اخیستل شوې چې د بورډ د ټولو غړو د پرېکړې پر بنسټ د دغې چارې لپاره باید یو په کار پوه کس استخدام شي، ترڅو د ادارې لپاره یو اوږدمهاله پلان او مسیر موجود واوسي او ادارې مشرتابه په ادلون او بدلون سره په موخو او تګلاره کې کوم بدلون رانشي او پر بنسټ یې یوازې د کرکټ پرمختیا ته کار وشي.
۲ـ په تدریج سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې زونونو ته خپلواکه بڼه ورکول او اداره به دغه کار ګام په ګام ترسره کړي، ترڅو د زونونو د پرمختګ لپاره هم غوره ګامونه پورته شي.
۳ـ همدارنګه د بورډ محترمو غړو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي راپور هم وړاندې شو چې پر بنسټ یې له پلان سره سم د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په اوسط ډول سره ۷۴ سلنه بودیجه په ښه توګه لګول شوې ده او دغه راز ۹۰ سلنه عواید ترلاسه شوي دي.
۴ـ د افغانستان کرکټ بورډ پر بنسټ لیک یا اساسنامه او تشکیل (جوړښت) هم د بورډ د محترمو غړو له لوري د نظرونو تبادله وشوه چې د لا ډېر ښه والي لپاره یې سپارښتنې او نظرونه شریک شول چې له نهايي کېدو وروسته به په راتلونکې میاشتنۍ ناسته کې د بورډ محترمو غړو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
۵ـ د مالیې محترم وزارت ته د یوې طرحې وړاندې کول، ترڅو د کورونا له امله له ادارې سره په مالي برخه کې همکاري وشي چې ټولو غړو پرې د تایید رایه ورکړه
۶ـ د افغانستان کرکټ بورډ او یو شمېر وزارتونو ترمنځ د همکاریو د تړون لاسلیک چې پر بنسټ به یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او وزارتونو ته ګټه رسیږي چې د بورډ غړو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، دغه پلان به لومړی د جلالتمآب ولسمشر له لوري تایید او د جلالتمآب د حکم پر بنسټ له وزارتونو سره شریک شي.
۷ـ د بورډ له محترمو غړو سره دغه راز د زېربنایي پروژو، د یو-میاشتني تمریناتي کمپ، د مالي ملاتړ او شپږیزې کرکټ لیګ په تړاو هم هر اړخیزه معلومات شریک شول چې د بورډ محترمو غړو یې ډېره ستاینه وکړه او د هېوادوالو د خوښیو لپاره یې ورته کارونه ډېر اړین وبلل.
۸ـ له ملي راډیو ټلویزیون سره د لوبو د خپراوي په برخه کې د اوږدمهاله قرارداد پر لاسلیکولو هم خبرې وشوې، چې د بورډ محترمو غړو په وینا، دغه کار به ډېره موثره او اغېزناکه پایله ولري، ځکه دواړه ملي ادارې دي او دواړه لوري ترې برخمن کېږي.