د جیو نیوز پر بنسټ: په پاکستان سرګوده کې، نهه کلن ماشوم خپله عمه د غیرت په نامه ووژله.
کنول پروین د سرګوده څنډې د ۱۰۴ سویلي کلي اوسېدونکې، لس کاله مخکې یې په خپله واده کړی و، چې د کنول پروین کورنۍ له دې واده څخه ناخوښه او ترې خپه وه.
د سپتمبر په۱۴مه، کنول پروین د هغې د تره د زوی د زیږون پرګرام لپاره له مور کره وربلل شوې وه، چېرې چې د هغې ۹ کلن وراره ناڅاپي تومانچه پسې راخیستې او په ډزو یې وژلې.
پولیس ادعا کوي چې نهه کلن ماشوم د عزت په نامه د یوې مېرمنې وژلو په طرحه شوي پلان کې کارول شوی، ځکه کنول پروین هغه وخت واده کړی و، کله چې نهه کلن مجرم ” نجم الحسن” حتا زیږیدلی هم نه و.
د دواړو تورونو پرضد، د قتل کوونکي او قتل ته روزونکي یا هڅوونکي د تور مقدمه/ دوسیه درج شوې ده.
د یادوني وړ ده، چې دا د یوې میرمنې ناموسي وژنې لومړۍ پېښه نده ، که څه هم ، دا طرحه شوی پلان چې یوه ښځه دې د یو کوچني هلک لخوا ووژل شي د ټولنې لپاره ډېره د اندېښنې وړ ده.