پرېږده ما پرېږده خومار ته لږ شان پرې مې ږده
بې نشې نشه یم، دې روزګار ته لږ شان پرې مې ږده
دا سندره د پښتو له ترټولو مشهورو سندرو څخه حسابیږي. سندرغاړی یې الماس خلیل وایي له ۵۰ کلونو راهیسې هنري فعالیتونه لري، خو همدې یوې سندرې زیات وځلوه او پرخلکو یې ډېر ګران کړ.
خو ولې دا سندره دومره مهمه شوه، چې الماس خلیل یې وځلوه؟
په دې لیکنه کې به یې د الماس خلیل له خولې ځينې رازونه درسره شریک کړو:
د عبادت او ژړاګانو اغېز
الماس خلیل په یوه مرکه کې د دې سندرې په اړه وویل: کلونه ـ کلونه مې سندرې وویلې، ستړیاوې مې وګاللې، خو هیڅ نه بریالی کیدم، چې د خلکو د پام وړ او محبوب سندرغاړی شم. یوه ورځ مې الله تعالی(ج) ته سخت وژړل، په دې مې ګیله وه چې ولې مې دومره هڅو سره څوک پوښتنه نه کوي، همدا و چې په سبا یې بختیار خټک زنګ راووهه او ټلویزون ته یې وغوښتم. هلته مې همدا سندره(پرې ږده ما..) په ټوله انرژۍ، له زړه نه او په ډېرو امېدونو وویله.
د الماس خلیل په وینا د دې سندرې د دغې مسرې( ربه! ځنګدن کې د اشنا نامه را یاده کړې) پر وخت یې په زړه کې حضرت محمد(ص) وګرځیده.
د الماس په وینا دا سندره پرې د خدای تعالی خاصه مهرباني وه، چې ویې ځلوه او خاص قدر و عزت یې ورکړ.
له غریبۍ شکایت
الماس خلیل له غریبۍ څخه ګیله من دی، وایي همدې یې د هنري ودې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
هغه وایي داسې وخت هم راغلی، چې له ټکسي موټر سره هوایي ډګر ته د کار لپاره تللی، خو هلته یې له دې کبله کار نه دی کړی، چې نورو ټکسي چلوونکو د هنرمن په توګه پېژنده او ښه سلوک یې ورسره کاوه.
دی له پاکستاني پولیسو هم خفه دی، وایي ډېرځله یې د شپې له محفلونو څخه د راستنیدو پر وخت پر سړک دروي، د هنري وسایلو تلاشي یې اخلي او کله خو لا پرې سندرې وایي.
الماس خلیل وايي په سازونو سم نه پوهیږي، خو له زړه سندرې وایي، ځکه د خلکو د خوښې وړ ګرځي.
دی اوس د یوه البوم د وړاندې کولو خبر ورکوي او وایي، چې نور به منظمې سندرې وړاندې کوي.
https://www.youtube.com/watch?v=SY_ABjZs9lc
د خوښې شاعران
الماس خلیل د رحمان بابا، رحمت شاه سائل، حمزه بابا، منظر فریادي او اسماعیل شاه شاعري خوښوي.
هغه سندره، چې دی یې ډېر مشهور کړی د قلندربابا په نوم د یوه شاعر شعر دی.