د ژوندانه په ستونزو کې ډوب انسانه، الله تعالی ته مراجعه وکړه

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ډېری کسان په خپلو کارونو کې دومره ډوبېږي چې په ټوليز ډول الله تعالی هېروي.
کله چې د الله تعالی دربار ته د دعا او زارۍ څخه پرته خپل ژوند مخ ته يوسو، دا داسې مانا ورکوي چې پر هغه هېڅ باور نه لرو. ډېری وخت ښايي يوازې په ژبه ووايو چې په الله تعالی باور لرو، خو که عملي ژوند ته راشو؛ نو هېڅ کړه وړه به مو د لوی رب د غوښتنو مطابق نه وي.
که غواړئ د ژوندانه په ټولو پړاوونو کې په الله تعالی تکيه ولرئ، نو دا لاندې لارښوونې ولولوئ او عملي يې کړئ:
شکر وکړئ
د الله تعالی څخه د هغو کارونو لپاره مننه وکړئ چې په تېر وخت کې يې تاسو ته کړي دي. ټول ژوند ته مو کتنه وکړئ او هر هغه څه چې دمګړۍ يې تاسو لرئ، د هغو لپاره مننه وکړئ او شکر يې ادا کړئ.
توبه وکړئ
د الله تعالی څخه د هغو کړنو لپاره بښنه وغواړئ او توبه وکړئ چې تاسو د هغه د غوښتنې خلاف ترسره کړي دي. شاوخوا ته مو وګورئ او د هغو کړنو، افکارو، انګېزو او اعمالو د بدلون لپاره لاس په کار شئ چې اصلاح ته اړتيا لري او په دې برخه کې د الله تعالی لوی دربار ته مراجعه وکړئ.
متحد شئ
له منځه تللې اړيکې مو له سره نوې کړئ. که يو څوک مو خپه کړی وي او يا يو چا تاسو خپه کړي ياست، نو اوس هم ناوخته نه ده. لوی خالق تاسو ته د دې ستونزې حل لاره په څرګند ډول درښودلې ده.
هر هغه چاسره چې خپه ياست، له نږدې ورشئ او يا هم په اوسنۍ انټرنيټې نړۍ کې خو دا کار بيخي اسانه دی، زنګ ورته ووهئ، پيغام ورته پرېږدئ؛ ترڅو روغه جوړه مو وشي.
ستونزې مو له نورو سره شريکې کړئ
کله چې د ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږئ او د ژوند سختو پړاوونو سره مخ کېږئ، سربېره پر دې چې د الله تعالی څخه د ستونززو د حل غوښتنه کوئ؛ پکار ده چې خپلو رښتينو ملګرو ته هم مخه کړئ.
خپلې ستونزې مو د هغوی سره شريکې کړئ، چې زړه مو سپک شي او د حل لارو په پيدا کولو کې درسره مرستندوی شي.