لیکنه: محمدصابر حمیدي
پاکستاني عالیم ډار په خپلې لوبڅارۍ کې یو داسي ریکارډ کېښود، چې بل هیڅ لوبڅار دې ځای ته ځان نه دی رسولی او عالیم ډار لومړنی کس دی، چې دې ځای ته ځان رسوي.
هغه لومړنی لوبڅار شو، چې په ۲۱۰ یو ورځنیو لوبو کې یې لوبڅارې مخ ته وړې ده.
۵۲ کلن عالیم ډار د ۲۱۰مي لوبې لوبڅاري نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان او زیمبابې ترمنځ په دویمه یوورځنۍ لوبه کې وکړه او نړیوال ریکارډ یې کېښود.
پاکستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د عالیم ډار ویډيو خپره کړې، چې پکې له خپلۍ کورنۍ، د کرکټ نړیوالې شورا او د پاکستان کرکټ بورډ څخه یې ځانګړې مننه کړې.
هغه ویلې، چې کورنۍ مې کلونهـکلونه کیږي، چې راسره ولاړه ده له دوي مننه او د پاکستان کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالي شورا څخه مننه، چې ماته یې دا فرصت برابر کړ، چې په دومره زیاتو لوبو کې لوبڅاري وکړم.
I thank my family for standing by me over the years and am grateful to the @ICC and the PCB for backing me and providing me with all the opportunities: Aleem Dar#PAKvZIM | #HarHaalMainCricket pic.twitter.com/tSOt4HuskI
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) November 1, 2020
عالیم ډار
۵۲ کلن عالیم ډار یو داسي لوبڅار دی، چې په خپلو ښو پرېکړو یې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په څو ـ څو ځله ایوارډونه ترلاسه کړې دي.
عالیم ډار تېر کال هغه لوبڅار هم ونومول شو، چې په زیاتو ټیسټ لوبو کې یې لوبڅاري کړې وه.
د دې ترڅنګ هغه په نړۍ کې تر هر بل لوبڅار په زیاتو ۳۸۷ نړیوالو لوبو کې لوبڅاري کړې ده.
زیاتو یورځنیو لوبو کې لوبڅاري
موږ دې لیکنه کې هغه لس لوبڅاران درپېژنو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاته لوبڅاري کړې ده.
۱ـ عالیم ډار پاکستان ۲۱۰ لوبو کې
۲ـ ري کیرټزن سویلي افریقا ۲۰۹ لوبو کې
۳ـ بوډین نیوزیلینډ ۲۰۰ لوبو کې
۴ـ سا بوکنور ویسټ انډیز ۱۸۲ لوبو کې
۵ـ ډي جي هارپر اسټرالیا ۱۷۵ لوبو کې
۶ـ سجا تاوپل اسټرالیا ۱۷۴ لوبو کې
۷ـ شیفرډ انګلستان ۱۷۲ لوبو کې
۸ـ آر بي ټیفن زیمبابې ۱۵۵ لوبو کې
۹ـ ګولډ انګلستان ۱۴۱ لوبو کې
۱۰ـ هایر اسټرالیا ۱۴۰ لوبو کې